په لښکر گاه کي اتلس ټنه نشه يي مواد و سوځول سول
۱۳۸۹ آبان ۲, یکشنبهدغه اتلس ټنه نشه يي توكي د كورنيو چارو د وزارت د نشه يي توكو په وړاندي د مباريزې د معين ډګر جنرا ل باز محمد احمدي په وړاندي وسوځول سول.
د جنرال بازمحمد احمدي په خبره د نيول سوو نشه يي توكو سره چي چرس ،ترياك،هيروئن، كمياوي مواد او ګڼ نور ډولونه شامل دي، ورسره په تور يوسل او پنځلس تنه هم نيول سوي دي او د اكثرو محكمي بشپړي سوي دي.
جنرال بآزمحمد احمدي وويل دانيول سوي نشه يي توكي دهلمند په بيلابيلو سيمو كي دتيرو شپږومياشتو راهسي نيول سوي دي
د احمدي په خبره، په هلمند کي د نشه يي توكو په وړاندي روانه مباريزه ډيره غښتلي ده او د هلمند د والي تر رهبرۍ لاندي به يوه ورځ په هلمند كي هم د ترياكو کښت او توليد صفرته راكښته سي.
د هلمند والي محمد ګلاب منګل چي د كوكنارو د كښت او توليد سره يې د خپل ماموريت په دوره كي سخته مباريزه پيل كړې له بزګرو او زمينداره خلګونه غوښتنه وكړه چي په مځكو كي غنم وكري.
د هلمند والي وايي چي په تيركال کي په هلمند كي د كوكنارو د كښت د پنځوس سلنه كموالي له امله هلمند ته يو ميليون امريكاي ډالره جايزه وركړه سوې چي لا تراوسه يي د پيسو اجرا نه ده سوې.
په هلمند كي د نشه يي توكو په وړاندي مبارزه په داسي حال كي ښه پرمخ روانه ده چي ددې ولايت په تقريباً ټولو ولسواليو كي د كوكنارو د كښت د نه كرلو په بدل كي بزګرو ته پوره كمياوي سره او كافي اصلاح سوي تخمونه ويشل كيږي.
مجتبي محمدي/ لښکرګاه
کتونکی: نجيب الله زيارمل