په لښکرګاه کي د کډوالو سره د ګرمو جامو مرسته وسوه
۱۳۸۹ دی ۱, چهارشنبهد هلمند د والي مرستيال عبدالستار ميرزكوال د كوټونو او جامو دويش پرميدان وويل
دا مرستي د كډوالو چارو د عالي كميشنري يا UNHCR له خوا د بهر څخه د راغلو كډوالو ترڅنګ د هلمند په ډيرو نورو سيمو كي بې وزله كورنيو ته وركول كيږي.
د مرستو د ويش په ځاى كي ګڼ بې وزله كسان وايي د جامواو كوټونو ترڅنګ به ښه واى چي خوراكي توكي يي هم وركړي وای.
د لښكرګاه ښار د بولان اوسيدونکي چي تازه له ايران څخه هيواد ته راغلي دى وايي كور يي په كرايه نيولي دی او دومره وس نه لري چي د عيال نفقه هم برابره كړي.
دغه مرستي په هلمند كي د كډوالو چارو د رياست په غوښتنه پيل سوي دي د هلمند د كډوالو چارو د رياست مسئولين وايي څوارلس زره نوري كورنۍ هم دغه ډول عاجلو مرستو ته اړتيالري.
د هلمند د مهاجرينو ريس غلام فاروق نورزى وايي دغه دوه زره پنځه سوه كورنۍ چي د جامو او كوټونو مرسته ورسره وسوه خوراكي موادوته سخته اړتيالري.
ده له مرسته كوونكو ادارو نه غوښتنه وكړه چي د ژمي په رارسيدو سره دهغه كورنيو سره د خوراكي توكو مرسته وكړي چي تازه هيواد ته راستنې سوي دي.
هلمند ته نه يوازي د هيواد نه دباندي د ميشتو افغانانو ګڼي كورنۍ بيرته راستني سوي دي بلكي د تير كلونو د جنګونو او وچكاليو له امله زياتي كورنۍ بې وزله سوي دي او عاجلو مرستو ته اړتيالري.
مسئولين وايي د ژمي په را رسيدو سره ډيري كورنۍ چټكو مرستو ته اړتيالري كه چيري بابيزه وګڼل سي نو ډير كسان به د بشري ناورين سره مخامخ سي.
مجتبي محمدي/ لښکرگاه
کتونکی: نجيب الله زيارمل