1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ليبيا کي د مداخلې خبرداری

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ شهریور ۴, سه‌شنبه

په دې وروستيو کي متحدو عربي اماراتو د لېبيا په پلازمېنه طرابلس کي پر ياغيانو باندي بريدونه کړي دي. اوس امريکا متحدو ايالاتونو او مهمو اروپايي متحدانو ئې په ليبيا کي «له دباندي څخه مداخله» غندلې ده.

https://p.dw.com/p/1D16x
انځور: Reuters

امريکا متحدو ايالاتو او اروپايي ملگرو ئې په ليبيا کي د پوځي حضور په اړه خبرداری ورکړی دئ. امريکا متحدو ايالتونو، فرانسې، آلمان، ايتاليا او بريتانيا په يوه گډه اعلاميه کي ويلي دي چي په ليبيا کي له دباندي څخه مداخله، د سيالو وسله والو ډلو ترمنځ موجود حالت نور هم خرابوي او ديموکراتيک روند کمزوری کوي.

په اعلاميه کي راغلي دي چي «جنگ او زورزياتی» په تمامه معنا غندل کيږي او په ليبيا کي ټول اخته اړخونه بايد ژر تر ژره پر يوه اوربند باندي هوکړه وکړي.

مصر او متحد عربي امارات بيا برعکس

په واشنگټن کي په خپره سوې اعلاميه کي دا هم غندل سوي دي چي «له دباندي څخه مداخله» په ليبيا کي کورني جنگ ته لمن وهل دي. دغه غنده هغه هوايي يرغل ته متوجه ده چي په دې وروستيو کي د طرابلس هوايي ډگر ته څيرمه د يوې ناپېژندل سوي جنگي الوتکي له خوا د ملېشو پر قرارگاه باندي تر سره سوی دئ.

د امریکا متحدو ايالاتو يوه چارواکي چي نه ئې غوښتل نوم ئې واخيستل سي ويلي دي چي په واشنگټن کي داسي اټکل کيږي چي دغه هوايي يرغل به د متحدو عربي اماراتو له خوا تر سره سوی وي. دغو جنگي الوتکو د خپلو عملياتو له پاره د مصر له پوځي اډو څخه کار اخيستی دئ.

د «نيويارک ټايمز» ورځپاڼي د معلوماتو له مخي په تيرو اوو ورځو کي دوه هوايي يرغلونه تر سره سوي دي. دغه يرغلونه پر هغو ملېشو باندي تر سره سوي دي چي غوښتل يې طرابلس تر خپل کنترول لاندي رالوي.

مصر او متحد عربي امارات په عربي نړۍ کي د امريکا متحدو ايالاتو شريک هيوادونه دي. د رسنيو د راپورونو له مخي دغو دواړو هيوادونو بې له دې چي واشنگټن خبر کړي، دغه کار کړی دئ.

د شنبې او يکشنبې په ورځو د «ليبيا طلوع» په نوم ملېشو تر څو ورځو جگړو وروسته د طرابلس هوايي ډگر ونياوه. تر دې دمخه دغه هوايي ډگر «سينتان» وسله والي ډلي په کنترول کي وو. دغه ډله د ليبيا د اوسني حکومت پلوي ده.

د ليبيا طلوع ډله بيا په دغه هيواد کي له څو اسلامي ډلو څخه جوړ سوی اتحاد دئ. دغه ډله له افراطي «انصار الشريعه» سازمان سره اړيکي لري چي د ليبيا په ختيځ بنغازي کي جنگيږي.

په نخښه سوې وسله واله ډلي په هغې ملېشې پوري اړه لري چي په ۲۰۱۱م کال کي يې د معمر القذافي رژيم په راپرځولو کي مخکښ رول لاره.