په لوگر کي چاودني ۷۰ کسان ټپيان کړي
۱۳۹۰ آذر ۱۱, جمعهطالبانو د پيښي مسئوليت پرغاړه اخيستی. پيښه نن سهار وختي را منځ ته سوې. د لوګر ولايت د عامي روغتيا مشر، محمد ظريف نايب خيل، ويلي دي چي هغوئ ته تر اوسه پوري څه نا څه۷۰کسان درملني له پاره راوستل شوي دي:
«د ولسوالۍ روغتون ته څه نا څه ۷۰ټپيان وړل شوي دي. د هغو په ډله کي اوه کسان، د ناټو د کمپ افغان ساتونکي دي او پاتي نور ټول ملکي کسان دي. يو شمير زخميان په جدي روغتيايي وضعيت کي دي.»
د لوګر ولايت د پوليسو مرستيال، محمد ابد، وويل چي چاودنه ډيره لويه وه. هغه زياته کړه چي ځانمرګي بريد کوونکي غوښتل چي خپل د چاوديدونکو موادو ډګ موټر د ناټو د کمپ دننه وچاودي خو هغه د دروازې په خولي کي د ساتونکو لخوا درول شوی وو، چي هغه خپل موټر ته چاودنه ورکړه.
ابد ويلي چي په پيښه کي پنځه کسان ټپيان شوي دي، چي درې پکښي پوليس او دوه هم د ملي امنيت کارکوونکي شامل دي. هغه زياتوي چي په سيمه کي ځينو کورونو ته هم تاوان رسيدلی دئ.
د ناټو يوه وياند د لوګر په ولايت کي د هغو پر کمپ د بريد پخلی کړی دئ، خو ويلي ئې دي چي ناټو لا تر اوسه د پيښي په اړه د معلوماتو د ټولو په حال کي ده. د ناټو وياند زياته کړې چي لا تر اوسه پوري د دې خبر پخلي نه شي کولای، چي د بريد هدف د ناټو کمپ وو او که نه او يا دا چي په بريد کي د ناټو سرتيري هم ټپي شوي او که نه؟
د روان کال په سپتمبر مياشت کي د وردگو په ولايت کي يوه موټر بمب ۷۷امريکايي سرتيري ټپيان کړل. امريکايي چارواکو د دغه بريد پړه پر حقاني شبکې واچوله.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل