1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لوگر کي ځانمرگو بريدونو ۲۰ پوليس وژلي

نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ بهمن ۲۸, سه‌شنبه

د لوگر ولايت چارواکي وايي چي د دغه ولایت پر امنيې قوماندانۍ باندي په ځانمرگو بريدونو او وسله وال يرغل کي نزدې ۲۰ تنه پوليس وژل سوي دي. د پيښي مسئوليت سمدلاسه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستی دئ.

https://p.dw.com/p/1EdCO
انځور په افغانستان کي د بلي پيښي دئ
انځور په افغانستان کي د بلي پيښي دئانځور: Reuters/Parwiz

د لوگر د والي وياند دين محمد دروېش له دويچه وسله سره په تليفوني خبرو کي دا خبره تائيد کړه چي پر قوماندانۍ باندي په ځانمرگي بريد کي ۲۰ تنه پوليس وژل سوي او اته تنه نور ټپيان سوي دي.

د دروېش په خبره د څلورو تنو ځانمرگو بريدکوونکو چي د پوليسو يونيفورم ئې اغوستی وو، يوه ئې په دروازه کي ځان الوزولی او نورو ئې له پوليسو سره نژدې نيم ساعت وسله واله جگړه وکړه. دروېش وايي:

«نن غرمه د لوگر ولايت پر امنيې قوماندانۍ باندي د پوليسو په يونيفورم کي څلورو تنو وسله والو يرغل وکړ. يوه ئې د امنيې قوماندانۍ په دروازه کي ځان والوزاوه، دوه تنه ئې له پوليسو سره د فيرونو په تبادله کي ووژل سول او څلور ئې د امنيې قوماندانۍ د ډوډۍ خوړلو خوني ته په ورننوتلو بريالی سوی او د ځان په چاودلو سره ئې ۲۰ تنه پوليس وژلي دي.»

د دروېش په خبره په دغه پيښه کي ۸ تنه نور پوليس ټپيان سوي دي.

د لوگر د امنيې قوماندانۍ مرستيال عبدلولي طوفان ويلي دي چي په دغه پيښه کي نور چاته زيان نه دی رسېدلی. خو د لوگر امنيې قوماندان جنرال عبدالحکيم اسحاقزي بيا اسوشېتيد پريس خبري آژانس ته ويلي دي چي په دغه پيښه کي دوه تنه ملکي وگړي هم وژل سوي دي.

د پيښي مسئوليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستی دئ. د دغي ډلي يوه وياند په سيمه کي رسنيو ته په يوه لېږل سوي لند پيغام کي ويلي دي چي بريد د دوی د جنگياليو له خوا سوی دئ.

د افغانستان د دفاع وزارت تر دې پيښي لږ دمخه اعلان کړی وو، چي د «جنگ موسم» ترمخه ئې د افغانستان په جنوبي ولايت هلمند کي د وسله والو طالبانو د کمزوره کولو په موخه عمليات پيل کړي دي.

د دغه وزارت په حواله د دغو عملياتو په لومړۍ ورځ ئې نزدې ۷۶ تنه ياغيان وژلي دي.

پوځي چارواکي او کارپوهان اندېښمن دي چي د پسرلي په رارسېدو سره به چي په افغانستان کي د دولت مخالفين د «جنگ موسم» بولي د وسله والو طالبانو بريدونه به نور هم ډېر سي.

بله خوا بيا د افغان امنيتي ځواک د توان په اړه هم اندېښنې زياتي سوي دي. د کارپوهانو په اند افغان امنيتي ځواک چي اوس ئې په يوازي سره د هيواد امنيتي چارو ته اوږه ورکړې ده ستونزمنه ده چي دغه پيټی دي يوازي پر اوږه واخلي.