1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لويه جرگه کي هم د ۳۹ شمېرې څخه ډډه سوې

۱۳۹۰ آبان ۲۶, پنجشنبه

په داسي حال کي چي د لويي جرګې ګډون وال پر څلويښتو کمېټو ويشل سوي، د ورستۍ کمېټې شميره ۴۱ ده. ددې اضافي شمېرې د شتون دليل دادئ چي د ۳۹مي کمېټې غړو ددې شمېري د خپلولو څخه ډډه وکړه. اوس د ۳۹مي پر ځاي ۴۱مه رامنځ ته شوې.

https://p.dw.com/p/13CEM
د لويي جرگې خېمه
د لويي جرگې خېمهانځور: DW

د لويي جرگې تنظيموونکي وايي، چي په روانه لويه جرګه کي هم د ۳۹شمېرې خرافاتي مسلې جنجال رامنځ ته کړی دئ. لويه جرکه چي د افغانستان او امريکا تر منځ پر ستراتيژيک تړون خبري اتري کوي او پر۴۰کمېټو ويشل سوي، د ۳۹مي کمېټې غړي ئې د خپل کمېسيون شمېره نه خپلوي.

د دغه کمېسيون غړي ځکه ددې شميري له خپلولو څخه ډډه کوي، چي په افغانستان کي ۳۹مه شمېره د په هغو کسانو پوري تړل کيږي، چي په غير اخلاقي کارونو بوخت وي.

لويه جرګه يوازينی ځای نه دئ چي ۳۹مه شمېره پکښي جنجال رامنځ ته کوي. په افغانستان کي هغه موټرونه چي په لمبر پليټ کي ئې ۳۹شمېره وٍي په ډيره ټيټه بيه پلورل کيږي.

د ۳۹شمېرې لرونکو ګرځنده ټيليفونونو خاوندان هم په جنجال اخته دي. هغوئ ته ډيری وخت داسي زنګونه راځي چي دوی نه غواړي ورته ځواب ورکړي.

د لويي جرګې ويانده صفيه صديقي وايي، چي په افغانستان کي ۳۹مه شمېره ډيره بده معنا ورکوي:

«په افغانستان کي ۳۹مه شميره ډيره بده معنا لري چي ما ته مناسبه نه ده تاسو ته يي ووايم.»

صفيه صديقي زياتوي چي اوس ئې ددې ستونزي د حل له پاره يو لاره پيدا کړې ده.

دا وايي، چي اوس د کمېټو د شمېرې څخه ۳۹ايستل سوې ا و پر ځای ئې ۴۱مه کمېټه رامنځ ته شوې ده.

«موږ هم ۳۹مي شمېرې د جنجال سره مخامخ کړو. د لويي جرګي ګډون وال پر ۴۰کميټو وويشل سول، خو د ۳۹کمېټي ګډون والو د خپلي شمېرې د منلو څخه ډډه وکړه. موږ هم پريکړه وکړه چي دغه شمېره له منځه يوسو.»

په روانه لويه جرګه کي چي څه نا څه ۲۰۰۰کسانو پکښي ګډون کړی، د افغانستان او امريکا تر منځ پر ستراتيژيک تړون خبري اتري کيږي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل