1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لويديزو هيوادوکي د وسلود درلودلو او گرځولو حقونه

۱۳۸۸ خرداد ۷, پنجشنبه

په جرمني کي د 2002 کال راپدېخوا پر يوه مکتب باندي دپه اصطلاح يوه روغ ليوني تر گذاروونو وروسته د وسلو پردرلودلو او گرځولوباندي، چه16 تنه پکښي ووژل شول، سخت شرايط وضع سول ...

https://p.dw.com/p/HzUU
په جرمني کي د وسلو پردرلودلو او گرځولوباندي ډیر تاوده بحثونه تر سره سول
په جرمني کي د وسلو پردرلودلو او گرځولوباندي ډیر تاوده بحثونه تر سره سولانځور: AP

د امريکې متحده ايالتونه تر بل هر چا نه په وسله پورې دي . د هېواد له وگړو څخه په سلو کې نوي برخې وسلې لري . د اساسي قانون يوه ماده هر وگړي ته دا حق ورکوي چې وسله ولري - البته پرته له هغو کسانو څخه چې په جزا محکوم شوي وي او يا په روحي رنځ آخته وي . څوک چې له وسلو پلورونکو څخه کومه وسله رانيسي، نو لومړی د پوليسو لخوا کنترول کيږي، چې کومه جزا يې نه وي ليدلې. خو دا اصل د شخصي پلورونکو دپاره د اعتبار وړ نه دئ. د وسلو د څښتنوالي او رانيولو د کمولو کوششونه تل يا د تميز په محکمه کې او يا خو د وسلو درلودونکو د بانفوذه پلويانو لخوا له ناکامۍ سره مخامخ کيږي. په کال 1999 ميلادي کال کې د کولومبين Columbine په لېسه کې د يوه روغ ليوني له خونړۍ حملې څخه پس يو شمېر ايالتونو خپل د وسلو درلودلو قانونونه سخت کړل . د کولرادو ايالت تر ځينو شرطونو لاندې د بل چا د پاره وسله رانيونه او يا پرته د مور او پلار له اجازې څخه د نوو ځوانانو په لاس وسله ورکونه د سزا وړ عمل وباله. دا اصول اوس بېرته سپک شوی دئ .

د دې په مقابل کې بيا د اورپا يو زيات شمېر هېوادونو په تېرو کالونو کې د وسلو درلودلو حقونه محدود کړيدي، زياتره د خونړيو پېښو په نظر کې نيولو سره . انگلستان له لسو کالونو راپديخوا د اورپا تر ټولو هېوادونو سخت اصول لري . سبب يې د سکاټلند په دونبلن Dunblane نومې سيمه کې د يوه 43 کلن روغ ليونتوب وو، په کوم کې چې د 1996 ميلادي کال د مارچ په مياشت کې 16تنه ماشومان او د هغوی ښوونکی ووژل شول. تر هغه وروسته د تمانچو درلودنه منع شوه. په 2000 ميلادي کال کې د موش کوش ټوپکونو قانون هم سخت شو. نن ورځ د هغه لرونکي ښايي د قناعت وړ دليلونه ولري، چې دا وسلې د څه د پاره په کار وړي. مگر په عمومي صورت سره منع شوې نه دي. همدا شان بادي ټوپکونه هم.

په فنلنډ کې هم د وسلو درلودولو په قانون کې د سمښتونو راوستلو علت يو روغ ليونی عمل وو. د 2008 ميلادي کال د سپتمبر په مياشت کې يوه 22 کلن سړې په يوې مسلکي ښوونځۍ کې لس تنه وويشتل . دې کس هم لکه د سکاټلند په دونبلن کې په قانوني ډول سره تمانچه رانيولې وه. په فنلنډ کې تر اوسه پورې هم د وسلو رانيولو پاڼه يوه هسې فورمولتې ده. په راتلونکې کې به يوازي هغه څوک وسله رانيولی شي، چې لږترلږه 20 کلن وي، دوه کاله راهيسې د نخښې ويشتلو د يوې ټولنې غړی وي او د خپل ښوونکي لخوا ورته د روحي سلامتيا تصديق ورکړ شوی وي . مگر ښکاري وسلې له دې اصول څخه آزادې دي. په فنلنډ کې د ښکار د لوړ اهميت له مخې، يو ١٥ کلن هم کولی شي ښکاري وسله راونيسي.

Deutschland Diskussion um Waffenrecht
انځور: AP

په آلمان کې د وسلو درلودنه او گرځونه، په کال 2002 ميلادي کې د ارفورت په يوه جمنازيوم کې د يوه روغ ليوني له گذاروونو وروسته، په کوم کې چې 16 تنه ووژل شول، له سختو شرطونو سره ملگرې ده. د وسلو پلورونکي او رانيوونکي د پاره 18 کلني شرط ده، د سپورتي وسلو د پاره بيا دا عمر 21 کاله دئ . له ناريه وسلو سره چال چلند خو يا منع دئ او يا به ورته د وسلې درلودلو اجازه نامه اخلي. د دې کار د پاره ښايي چې رانيوونکی خپل د اعتباروړتوب، له وسلو سره بلديت، روغتيايي بشپړتيا او وسلې ته اړتيا په گوته کړي. داسې اړټيا مثلا د ښکارزنو، سپورټي نخښه ويشتونکو او وسلو ټولوونکو څخه منل کيږي. له 25 کالونو ښکته ځوانان ښايي د وسلو رانيولو په منظور د طبيب لخوا د روحي روغتيايي تصديق ولري.

د روان 2009 ميلادي کال د مارچ په مياشت کې د وينندين Winnenden د ښار يوې ښوونځۍ کې له ورته پېښې وروسته، په نظر کې نيول شوي، چې د وسلو اجازه نوره هم سخته کړل شي .

کلوديا /عارف وردګ

کتونکی : محمد قاسم نوري