په لومړي ځل د افغانستان تيل بازار ته وړاندي کيږي
۱۳۸۹ شهریور ۴, پنجشنبهد کانونو وزير وحيدالله شهراني د څاګانو د پرانيستني د مراسمو پر مهال وويل چي، افغانستان د لومړي ځل لپاره د تيلو په استخراج پيل وکړ او اوس به د بهرنيو ملکونو د تيلو تر څنګ افغان تيل هم کورنيو بازارونو ته لاره ومومي.
په تيرو څو کلونو کي د افغانستان له نفتي کانونو څخه هيڅ راز ګټه نه اخيستل کيده.
جنګ ځپلی افغانستان د کانونو په برخه کي د سيمي په کچه د بډايه هيوادونو په کتار کي راځي.
د کانونو وزارت وياند جواد عمر وويل چي، د دغو څاګانو سرونه پرانيستل کيږي چي افغان دولت هڅه کوي يو شمير نفتي زيرمي داوطلبۍ ته وړاندي کړي.
سرپل د افغانستان د هغو ولايتونو له ډلي څخه دی چي، ويل کيږي د ګازو او تيلو ډير کانونه پکښي شتون لري خو تر اوسه پوري ګټه نده ځني اخيستل سوې.
د تيلو دد غو څلورو څاګانو څخه چي نن يې په رسمي ډول سرونه د استخراج دپاره څني پورته سول په څو راتلونکو ورځو کي به يې تيل بازار ته وړاندي سي.
د وزارت وياند عمرآلمان ږغ ته وويل چي له دغو څاگانو څخه په ۲۴ ساعته کي۸۰۰ بيرله اوومه تيل ايستل کيږي او د پروګرام سره سم به په څو راتلوونکو ورځو کي تر تصفيې او پروسس وروسته د لومړی ځل لپار بازار ته وړاندي سي.
د اقتصادي چارو کارپوهان په دې اند دي چي افغانان د سرو زرو پر کټ وږي بيديږي.
افغانستان چي، ډيری وګړي يې د بې وزلۍ تر کرښي لاندي ژوند کوي، کولای سي چي د کانونو د را ايستلو له لاري خپلي ډيري اقتصادي ستونزي هواري کړي.
دا په داسي حال کي ده چي دوې اونۍ دمخه د کانونو وزارت خبر ورکړ چي، د شبرغان او مزاشريف تر منځ يې هم د تيلو يو شمير زيرمي موندلي چي پکښي په مليونونو بيرله تيل موجود دي.
د اقتصادي چارو کارپوهان ويره لري چي، که چيري د ملک په شمال کي د تيلو د استخراج پروژې پيل سي نو امکان يې سته چي، اقتصادي مافيا دغو سيموته لاره ومومي او هغه محلات چي پکي کانونه موندل شوي او نسبتاً له امن څخه ډک دي د نا امنۍ په دګر بدل سي
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل