1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لندن کې د المپيک لوبې پای ته ورسیدې

۱۳۹۱ مرداد ۲۳, دوشنبه
https://p.dw.com/p/15oZl

په رسمي توگه تیره شپه په لندن کې د ۲۰۱۲م کال د المپیک لوبې د ځانگړو مراسمو په ترڅ کې پای ته ورسیدې. په دغه مراسمو کې د بیلابیلو هنري ډلو سربیره شهزاده هیرې هم گډون کړی وو. د نوموړو مراسمو د لیدو له پاره ۸۰ زره نندارچیان په لوبغالۍ کې موجود وو.

د المپیک د کميټې مشر ژاک روگي، په رسمي توگه د لوبو د پای اعلان وکړ او له ځوانانو ئې وغوښتل چې د المپیک په راتلونکو لوبو کې چې د برازیل په هیواد کې په ۲۰۱۶م کال کې تر سره کیږي گډون وکړي. دغه رنگارنگ مراسم د نړۍ په بیلابیلو برخو کې په میلیونونو انسانانو د تلویزون په پرده په ژوندې بڼه ولیدل.

د لندن د المپیک په لوبو کې تر ټولو زیات مډالونه متحده ایالاتو وگټل. امریکا ۱۰۴ مډالونه وگټل چې پکښې ۳۸ د سره زرو مډالونه شامل دي. چین د ۸۷ مډالونو په گټلو سره دویم ځای خپل کړ. بریتانیې دریم، روسیې څلورم، جنوبي کوریا پنځم او المان شپږم ځای خپل کړی دئ.