1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لندن کي د چور او چپاول بازار تود دی

۱۳۹۰ مرداد ۱۸, سه‌شنبه

د برتانيې په پلازمېنه لندن کي د درو ورځو را په دې خوا لومړی د ورځي او وروسته د شپې لخوا يو شمېر ځوانان سړکانو ته په راوتلو لاس پوري کړی او سختي ويجاړۍ يې اړولي دي. تيره شپه خو د لندن ښار يوه برخه د اور په لمبو کي سوځېده.

https://p.dw.com/p/12DMJ
په لندن کي سوځېدلي کورونه او دوکانونه
په لندن کي سوځېدلي کورونه او دوکانونهانځور: picture alliance/dpa

د لندن د شمالي برخي London Borough of Haringeپه Tottenham ناحيه کي هغه وخت ناکرارۍ رامنځ ته سوې، چي د نامعلوم دليل له مخه پوليسو يو تور پوستی 29 ځوان مارډگن د پنجشنبي په ورځ په ډزو وواژه.

په نوموړې ناحيه کي اکثريت اوسيدونکي بهرنيان او کمزوري اقتصاد لرونکي برتانويان دي. د شنبې په ورځ د نوموړي ځوان د وژني پر ضد د لندن په Tottenhamناحيه کي سوليز احتجاجونه تر سره سول، چي د شنبې او يکشنبې په ماخستن دغه احتجاجونه په تاوتريخوالي واوښتل.

د تاوتريخوالي په لومړۍ شپه د پوليسو او په غوسه چور چپاول کوؤنکو ځوانانو تر منځ په اخ و ډب کي گڼ شمير پوليس ټپيان سول او د امنيتي چارواکو په وينا دوی تر 334 زيات کسان نيولي دي.

په دوهمه او دريمه شپه نه داچي په تدريجي ډول تاوتريخوالي دوام ومومی، بلکي هره شپه تر هغي بلي ډيره د تاوتريخوالي ډکه وه.

د لندن د Tottenham تاوتريخوالی تيره شپه د ښار نورو برخو ته وغځيدی او هلته دوکانونه مات او لوټ کړل سول، په لسگونه ودانيو ته اور واچول سو او يو شمير موټران هم وسوځول سول.

د لندن د امنيه قومندان مرستيال سټيون کاواناغ، رسنيو ته ويلي، چي دغه خلک په اصل کي احتجاج کونکي نه، بلکي جنايتکاران دي:

« دا د Tottenham د ولسي کسان کار نه دی، بلکي ددې ناکراريو تر شا د هغو کسانو لاس دی، چي غواړي د ښار يوه ژوندۍ برخه تباه کړي.»

يو شمير کارپوهانو په دې نظر دي چي ددغو ناکراريو يو علت د حکومت د سپما سياست دی، چي له مخي يي د ځوانانو او ټولنيزو مرستو له پاره بوديجه کمه سوې ده. د لندن پوهنتون استاد گس جان وايي، چي و بلوا گرو ته د مجريمينو خطاب کول د ستونزي هواری نه دی:

« دا آسانه خبره ده چي پر خلکو د مجريمينو او تاوتريخوالي غوښتونکو ټاپي ووهل سي. خو دا کار به د ستونزي په هوارولو کي هيڅ مرسته ونه کړي. هغه ځوانان چي د ښار پدغو ناحيو کي اوسيږي بايد د هغوی، ستونزو ته پاملرنه وسي.»

آژانسونه/ احمد ولي اڅکزی

کتونکی: نجيب الله زيارمل