«په لغمان کې ولسي پاڅون»
۱۳۹۱ تیر ۳۰, جمعهد افغان چارواکو د وینا له مخې د طالب یاغیانو پر ضد د یو شمیر «ولسي پاڅونونو» په لړۍ کۍ پرون د لغمان ولایت د الشینګ په ولسوالۍ کی هم څه ناڅه ۲۰۰ کسانو د طالبانو پر وړنداې په یو داسې مخالفت لاس پوری کړ.
د احتجاج کوونکو په سر کې یو قومي مشر غلام رسول د فرانې خبري آژانس ته وویل: «موږ د خلکو پر ضد د طالبانو له زور زیاتیو او وحشت څخه ستړی شوي یو.» د مې د میاشتې له نیمایي را پدیخوا د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې دغسې پاڅونونه په لاره اچول شوي دي. په لومړي سر کې دغه پاڅون د غزني ولایت د اندړ په ولسوالۍ کۍ پیل شو.
ځیني افغان کار پوهان شک لري چې دا به رښتیا هم د خلکو ولسي پاڅون وي. هغوی وایي، کیدای شي چې دا د پخوانیو محلی وسله والو ځواکونو قوماندانان وي چې غواړي له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته، خپل نفوذ ټینګ کړي. خو افغان ولسمشر حامد کرزي پرون د پاکستان له صدراعظم سره په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د یوې پوښتنی په ځواب کې د خلکو له دې حرکت څخه ملاتړ ښکاره کړ.