1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لغمان کې د یوه سړک د جوړولو چارې بشپړې شوې

۱۳۹۱ تیر ۱۵, پنجشنبه

د لغمان چارواکي وايي چې د قرغۍ ولسوالۍ سړک د ننګرهار ولايت له درونټي څخه د لغمان تر سرخکانو پورې په اساسي توګه قير شوی دئ.

https://p.dw.com/p/15RcY
انځور: DW

د لغمان د والي ویاند سرحدی ځواک، دویچه ویله (المان غږ) ته وویل دغه سړک په اوږدو کې څلور پلونه او ١٣٤ واړه پلچکونه لري. دغه سړک اته ویشته کیلومتره اوږدوالی لري.

سرحدي زیاته کړه چې ياد سړک د ولايتي بيا رغاونې د ډلې يا (پي آر ټي) په مالي لګښت د يوه کال په موده کي په اساسي توګه جوړ شوی دئ. پر دغه سړک ۲۸،۳ میلیونه امریکایي ډالره لگښت راغلی دئ:

«د نوموړي سړک اوږد والی ٢٨،٥ کيلومتره او سور ئي ٧ متره دئ. دغه سړک د قرغيو ولسوالۍ د لغمان له مرکز، د کابل ـ جلال اباد لوې لارې او د ننګرهار له ولايت سره نښلولې ده.»

يو شمير قومي مشران وايي چې د دې سړک تر جوړيدو پخوا ئې ناروغان په خپل وخت ننګرهار او د لغمان مرکز ته د درملنې له پاره نه شو رسولای.

د هغوی په وینا د دغه سړک په پرانیستلو سره د نورو اسانتیاو په خوا کې د بزګرانو هغه ستونزې هم راکمې شوي دي چې پخوا ئي بازار ته د سبزیانو د وړلو په برخه کې لرلې.

د لغمان ولايتي چارواکي وايي چي تر دې وړاندې هم په دغه ولايت کې د «پې آر ټي » له خوا د بيا رغاونې کارونه تر سره شوي دي.

د نوموړي سړک له جوړیدو څه موده وړاندې د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د درې نیم کیلو مترو په اوږدوالي د یوه سړک د جوړیدو چارې بشپړې شوي دي.

شمع نظامي احمدزی / ننگرهار
کتونکی: سید ریاض