په لغمان کي د حکمتيار د خبري کانفرانس انځورونه
د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار پسله زياتو کالونو عام محضر ته د راڅرګندېدو وروسته په مهترلام کي يوې خبري ناستي ته وينا واوروله. نوموړي پر طالبانو ږغ وکړ چي جګړه ختمه کړي. د دغه کانفرانس انځورونه دلته کتلای سئ:
د حکمتيار د خبري کانفرانس په ترڅ کي په مهترلام او د کانفرانس په سيمه کي سخت امنيتي اقدامات نيول سوي ول.
د امنيت نيونې په ترڅ کي و خبري کانفرانس ځای ته ورتلونکي لاره تړل سوې وه.
د حکمتيار د راتګ په ترڅ کي د ښار په بيلو برخو کي لوی لوی انځورونه ځوړنده کړل سوي ول.
د خبري کانفرانس ځای ته د ورتلو په لاره کي امنيتي موټر ځای پر ځای کړل سوي ول.
د سختو امنيتي اقداماتو له کبله د غونډي ځای ته نژدې د عامو خلکو ګڼه ګوڼه خورا کمه وه.
و غونډي ته د حکمتيار تر مخه نورو کسانو هم وينا واورله چي پکښي محمد اکرم خپلواک هم شامل ؤ.
و دغه خبري کانفرانس ته يو شمېر قومي مشران او خبريالان رابلل سوي ول.
په حاضرينو کي يو شمېر د حزب اسلامي پلويان حاضر ول چي د حکمتيار د وينا په منځ کي به يې د الله اکبر نعرې کولې.
ګلبدين حکمتيار د وينا پر وخت وويل چي طالبان بايد جګړه پرېږدي.
د حکمتيار د وينا پر وخت جمعه خان همدرد هم د هغه تر څنګ ولاړ ؤ.
حکمتيار د خپلې وينا پر وخت وويل چي د جګړې وخت نور تېر سوی دی.