په لسگونو زرو المانيانو د ايسټر په لاريونونو کي ونډه واخيسته
۱۳۹۰ اردیبهشت ۳, شنبهد ايسټر يا د پاڅېدنې په اختر مسيحيان خپله يوه ډېره مهمه ديني ورځ لمانځي. مسيحيان پدې عقيده دي چي حضرت عيسی ع پر صليب وځړول سو او هغه د ايسټر په ورځ بېرته راپورته سو. د ايسټر ورځ زياتره وخت د مارچ يا اپريل په مياشت کي د يکشنبې په ورځ لمانځل کيږي. د اختر دغه ورځ د مسيحيانو د مقدسې اونۍ په پای کي وي چي د دوی په عقيده پدغه اونۍ کي حضرت عيسی ع د رومي عسکرو لخوا ونيول سو او پسله سخته عذابه په بيت المقدس کي په صليب وځړول سو.
د پاکې اونۍ په نوم پدغه هفته کي دينداره مسيحيان د تقوی کوښښ کوي او زيات يې روژې هم نيسي. بعضي مسيحيان بيا يوازي د دغې اونۍ په شپږمه ورځ روژه نيسي.
د ايسټر ورځ په دقيقه توگه نده معلومه او دغه ورځ زياتره وختونه د مارچ د 22 او د اپريل د 25مي نېټې تر منځ راځي. د مسيحي عقيدې له مخي پر صليب د حضرت عيسی ع د ځړولو وروسته هغه په درېيمه ورځ بېرته راوپاڅېدی او قبر يې پرېښودی. د دوی د عقيدې له مخي کله چي مياشت پوره وليدل سي چي ورته بدر هم ويل کيږي، د هغه وروسته چي لومړۍ کومه يکشنبې وي هغه د ايسټر ورځ وي.
پخپله د ايسټر په ورځ مسيحيان د عبادت او دُعا لپاره و کلېساؤ ته ځي او هلته په اجتماعي ديني لمانځنو کي برخه اخلي.
د ايسټر لاريونونه
په المان کي د ايسټر د ديني لمانځنو تر څنگ يو بل دود هم سته چي ورته د ايسټر لاريونونه ويل کيږي. خو دغه لاريونونه ديني نه بلکه سياسي بڼه لري.
د المان تر څنگ په يو شمېر نورو اروپايي هيوادونو کي هم د ايسټر لاريونونه تر سره سي. د يادولو وړ ده چي د ايسټر د سياسي لاريونونو بنسټ په بريتانيه کي 53 کاله تر مخه کښېښودل سو. هغه وخت څه باندي لسو زرو کسانو په هغه لاريون کي ونډه اخيستې وه چي د بريتانوي فلسفي بېرتراند روسل لخوا د اټومي وسلو پر ضد رابلل سوی ؤ.
په المان کي د لومړي ځل لپاره په 1960م مېلادي کال د ايسټر لاريونونه را وايستل سول.
د ايسټر د لاريونونو غورځنگ د اټومي وسلو پر ضد، د وېټنام د جگړې پر ضد او د ناټو د جنگي مجهز کېدو پر ضد د بحثونو پر وخت خپل اوجونه درلودلي دي.
دغه کال هم د شنبې په ورځ د المان په بېلا بيلو ښارونو کي په زرگونو انسانانو د ايسټر په لاريونونو کي ونډه واخيسته. د ايسټر د سږني لاريونونو مهمه سياسي موضوعات په افغانستان او ليبيا کي د ناټو د پوځي ماموريت تر څنگ په المان او نړۍ کي کي د اټومي انرژۍ څخه کار اخيستنه هم وه.
د المان په پلازمېنه برلين کي شاوخوا 1500 انسانان راټول سوي ول او پر خپلو لوحو يې د اټومي انرژۍ او د ناټو د پوځي ماموريتونو پر ضد شعارونه ليکلي ول. دوی د دې شعار ورکوی چي ولسي کسان بايد د ناټو څخه وژغورل سي.
د المان په مانز ښار کي بيا څه باندي 300 انسانانو په يوه داسي لاريون کي ونډه واخيسته چي شعار يې ؤ: ناټو دي دافغانستان څخه ووزي او د ليبيا په وړاندي دي خپلو بريدونو ته د پای ټکی کښېږدي.
په ميونشن کي بيا لاريون کوؤنکو غوښتنه درلوده چي بايد په سياست کي داسي تغير راسي چي هغه د جنگ پر ځای و سولي ته لېواله سي او دا چي په نړۍ واله توگه بايد مساوات او عدالت رامنځ ته سي.
د نوموړو ښارونو تر څنگ د المان په 32 نورو ښارونو کي هم د ايسټر لاريونونه را وايستل سول چي پکښي مهمه موضوعات همدغه د افغانستان او ليبيا جگړه او اټومي انرژي وه.
خو په المان کي به اصلي ستر د ايسټر لاريونونه د دوشنبې په ورځ راوايستل سي چي پکښي د اټکل له مخي به په سلگونو زره کسان ونډه واخلي. دا پداسي حال کي ده چي د پخواني شوروي په چرنوبل اټومي رياکتور کي د اټومي فاجعې پنځه ويشتمه کليزه هم لمانځل کيږي او په جاپان کي د فوکوشيما د اټومي بټيو حادثې هم زيات جرمنيان د اټومي انرژۍ په هکله اندېښمن کړي دي.
آژانسونه / احمدولي اڅکزی
کتونکی: عبدالباري حکيم