1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لاووس کې د اروپایي او آسیایي ټولنو د مشرانو غونډه

۱۳۹۱ آبان ۱۵, دوشنبه
https://p.dw.com/p/16cpS

د لاووس په هیواد کې د اروپایي او آسیایي ټولنو په شمول د ناروې، سویس او بنگله دیش هیوادونو یوه غونډه پیل شوې ده. په دغه غیر رسمي ناسته کې چې ۵۱ غړي لري او موخه یې له یو بل سره د نظر شریکول دي د ۳۰ هیوادونو مشرانو او دولتونو گډون کړی دی. په دغه غونډه کې د المان استازیتوب د بهرنیو چارو وزیر گیدو ویسترویله کوي.

دغه غونډه چې د لاووس هیواد په پلازمینه دروینتیان، کې تر سره کیږي د بحث مهم ټکي یې د اروپایي ټولنې غړو هیوادونو کې د یورو بحران، د آزاد تجارت نوی تړون او همداشان د چین او نورو هیوادونو تر منځ د چین په جنوب سمندرگي کې د ځمکنې بشپړتیا د اختلافاتو پر سر خبرې اترې کول دي. د اروپایي او آسیاي ټولنو دغه غونډه چې انگلیسې مخفف یې ASEM دی په ۱۹۹۶م کال کې تأسیس شوې ده او کابو د نړۍ د ناخالصه تولیداتو دوه په دریمه برخه جوړوي.