په لاهور کې ځانمرګي برید سخته مرگ ژوبله اړولې
۱۳۹۶ مرداد ۲, دوشنبهد پولیسو یوه چارواکي وویل چې دغه برید د لاهور ښار د ټکنالوجۍ پارک ته څیرمه شوی او پکې پولیس په نخښه شوي. دې چارواکي وویل چې دغو پولیسو ته دنده سپارله شوې وه چې دغه سیمه د لاس خرڅوونکو له شتونه پاکه کړي.
د پاکستان د ۱۱۲۲ ژغورنې خدماتو ویاند وویل چې اوسمهال د دې چاودنې له امله د وژل شوو کسانو شمیر ۱۶ تنو ته رسیدلی او ۲۰ نور پکښې ټپیان شوي دي.
خو پوليسو ويلي دي چي په چاودنه کي د وژل شوو کسانو شمېر ۲۵ او ۴۰ نور پکښې ټپيان شوي دي.
په پاکستان او بیا په ځانګړې توګه د افغانستان پولې ته څیرمه د دې هیواد په قبایلي سیمو کې بمي چاودنې وخت نا وخته ترسره کیږي. خو په دې وروستیو کې په لاهور ښار کې ورته بریدونه کم شوي ول.
د پاکستان د پنجاب ایالت د پولیسو مشر، حیدر اشرف وايي چې دغه برید یو ځانمرګی وو او هدف یې پولیس ول. تر اوسه پورې کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی خو دې ته ورته بریدونه زیاتره پاکستاني طالبان کوي.
تر چاودنې وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار، ویلي دي چې د برید زیاتره قربانیان پولیس دي او امکان لري چې د تلفاتو شمیر زيات شي.
په عین وخت کې د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه برید غندلی او ټپیانو ته یې د غوره روغتیايي خدماتو د ورکړې ډاډ ورکړی دی.
د روان کال په اپریل میاشت کې په همدې لاهور ښار کې یوه ځانمرګي برید د دې هیواد د احصايي یوه ډله په نخښه کړه چې له امله یې شپږ کسان ووژل شول او ۱۸ نور یې ټپیان کړل.
rtre,dpa/K.H
زموږ له ارشيف څخه: