1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لاهور کې پر پوځيانو ځانمرگی بريد

۱۳۹۶ فروردین ۱۶, چهارشنبه

د پاکستان د پنجاب ایالت په لاهور کې ځانمرگي برید شپږ تنه وژلي او اتلس نور يې ټپیان کړي دي. پاکستاني طالبانو د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

https://p.dw.com/p/2ahiR
Pakistan Selbstmordanschlag in Lahore
انځور: Getty Images/AFP/A. Ali

رویټرز خبري آژانس د پنجاب ایالت د حکومت د ویاند ملک احمد خان، له قوله لیکلي دي چې د پاکستان د پوځ پر موټر باندي د شوي برید په پایله کې ۴ عسکر او دوه لارویان وژل شوي دي. دغه موټر د سرشمیرنې په چارو کې ونډه درلوده.

په پاکستان کې د روان میلادي کال له پېل راهیسې د یو شمیر بریدونو په ترڅ کې په لسونو کسان وژل شوي دي.

د تلویزونو له لوري په خپرو شوو انځورونو کې ښوول شوي چې پوځي پرسونل د چاودنې ځای ته څیرمه لاري بندي کړي دي. دغه ځای د پولیسو هغه روزنیز مرکز ته څیرمه دی چې په ۲۰۰۹م کال کې طالبانو پرې یرغل کړی وو.

لاهور چې د پاکستان دوهم ستر ښار او د پنجاب ایالت مرکز دی، تیره میاشت تر یوه برید وروسته پکښې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي. په هغه برید کې ۱۳کسان ووژل شول.

د «تحریک طالبان پاکستان» په نوم افراطي ډلې ویاند په یوه بیانیه کې د دغه برید مسئولیت پر غاړه اخیستی دی. دغه ډله د پاکستاني طالبانو په نامه هم یادیږي.

رپوټ زیاتوي چې په پاکستان کې د وروستیو بریدونو لړۍ له گاونډي هیواد افغانستان سره هم اړیکي ترینگلي کړي دي. د پاکستان ځیني چارواکي پر کابل تور لگوي چې د «تحریک طالبان پاکستان» وسله وال په دغه هیواد کې پټنځایونه لري. خو کابل بیا پر اسلام آباد باندي افغان طالبانو ته د پټنځایونو ورکولو تور لگوي.

 

زموږ له ارشيف څخه: