1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لاهور کي حالات سخت کړکېچن دي.

۱۳۸۶ آبان ۲۲, سه‌شنبه

د پاکستان په لوی ښار لاهور کي نن د مخالفو ګوندونو لخوا را بلل سوي او د پوليسو لخوا منع سوي لاريون له کبله حالات سخت کړکېچن دي.

https://p.dw.com/p/DKCY
په تيرو څلورويشتو ساعتونو کي د نوموړي يو زراو پنځه سوه پلويان نيول سوي دي
په تيرو څلورويشتو ساعتونو کي د نوموړي يو زراو پنځه سوه پلويان نيول سوي ديانځور: AP

په لاهور کي د پيپلز ګوند د يوه غړي کور، چيري چي د ګوند مشره بېنظير بوټو اوسيږي د پوليسو لخوا محاصره سوی دی او اغزن سيم پر راګرځېدلی دی.

بېنظير بوټو ددې د امنيت په پلمه د اوو ورځو له پاره پخپل کورکي نظربنده سوې ده.

په تيرو څلورويشتو ساعتونو کي د نوموړي يو زر او پنځه سوه پلويان نيول سوي دي. بوټو غوښتل له لاهور څخه تر اسلام آباده پوري يو پراخ لاريون په لاره واچوي.

له خوا د کامن ويلت هيوادونو د مشر ډان مکي نون له خوا پرويز مشرف ته ګواش سوي چي تر راتلونکو لسو ورځو پوري دي بېړنی حالت ليري کړي که نه نو د کامن ويلت هيوادونو له ډلي څخه به په موقتي توګه واېستل سي.

نوموړي داهم ويلي چي پروېزمشرف بايد د پوځ له قومندانۍ څخه لاس واخلي او ټول نيول سوي کسان آزاد کړي.