1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په قطر کې په یوه مغازه کې د اور لگیدنې له امله ۱۹ تنه وژل شوي دي

۱۳۹۱ خرداد ۹, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/153jz

د قطر هیواد د کورنیو چارو د وزارت په وینا د دوشنبې په ورځ په یوه لویه مغازه کې د اور لگیدنې له امله لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي دي. په وژل شوو کسانو کې ۱۳ تنه ماشومان هم شامل دي.

دا لا تر اوسه معلومه شوې نه ده چې د اور لگیدلو اصلي علت څه وو. د راپورونو له مخې دغه اور د ماشومانو په ساتنځای کې لگیدلی وو. د خبریالانو د راپورونو پر اساس په وژل شوو کسانو کې د قطر کوم وگړی شامل نه دئ. په وژل شوو کسانو کې ۴ تنه بالغان معلمان وو او دوه نور تنه د ملکي دفاع پرسونل وو. په دغه پیښه کې نور ۱۷ تنه ټپیان شوي هم دي چې ۴ تنه پکښې ماشومان دي. په وژل شوو ماشومانو درې تنه د نیوزیلند، څلور تنه د هسپانیې او یو تن د فرانسې د هیواد تبعه دئ.