1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په قطر کي د چاپيريال ساتني کنفرانس پيل سو

۱۳۹۱ آذر ۶, دوشنبه

په قطر کي د ملگرو ملتونو په مشرۍ د چاپيريال ساتني اتلسم کنفرانس پيل سو. د خليج دغه هيواد تر ټولو ډېر کاربن داي اکسايډ تولدوي، منتقدين پوښتنه کوي چي دغه کنفرانس ولي په قطر کي جوړيږي.

https://p.dw.com/p/16pwY
انځور: AP

قطر په دې نظر دی، چي د کاربن دای اکسايډ په دغه حالت کي بايد بدلون رامنځته سي. دغه هيواد اوس غواړي، چي د تېلو او گازو ترڅنگ د تجديد وړ انرژۍ څخه هم استفاده وکړي.

په دې کي هيڅ شک نسته چي قطر د دوړو ډک، خو بې اندازې موړ هيواد دی. په دغه هيواد کي سړی ډيره سرسبزي نه سي ليدلای. هر چيري ايرکنديشنونه چالانه دي، هغه که هوټلونه دي، که ټکسي او که لويي مغازې. د پلازمېني دوحې پر سړکونو باندي تقريباً يوازي اوږده تيزرفتاره موټر(ليموزين)، ميني بسونه او يا هم غټ موټران تر سترگو کيږي او کوچني موټران سړی ډېر کم ويني.

د تېلو د سپما په اړه خلک ډېر لږ فکر کوي. دا ځکه چي هلته يو ليتر بنزين په۲۰ سينته دي، چي دا تقريباً په نړۍ کي د تيلو تر ټولو کښته بيه ده. قطر د تيلو او طبيعي گازو له لحاظه د نړۍ په کچه يو ډېر موړ هيواد دی. خو اوس دغه هيواد غواړي چي د چاپېريال په ساتنه کي مهمه ونډه واخلي.

د ايکوQ په نامه سازمان کارپوه قاسم راداديده په دې اند دی، چي قطر به يووخت ډير زرغون وي. خو دا کار به کرار کرار ترسره سي: «د ۲۰۳۰ کال په اړه وړاندويني ښيي چي قطر د يوې ښې او دوامداره راتلونکي پر خوا روان دی.»

په قطر کي د نړيوالو کنفرانسونو مرکز
په قطر کي د نړيوالو کنفرانسونو مرکزانځور: cop18.qa

که څه هم هغه سيلانيان او سوداگر چي په قطر کي له ډېر وخت راهيسي پر دې خبره باندي شک ليري، چي د دغه هيواد حکومت به د چاپېريال ساتني موضوع واقعاً جدي ونيسي، په دوحه کي د يونسکو له دفتر څخه بينو بوير وايي: «دا به طبعاً په راتلونکې کي معلومه سي چي د دغو وعدو تر شا به څه پټ وي. اوس خو په دې اړه کارونه ښه پر مخ روان دي. زه چي له ۱۲ کلونو راهيسي په قطر او له شلو کلونو راهيسي په خليج کي اوسېږم، دا ويلاي سم چي دوی دغه خبره جدي نيسي او زه په هغوي باور لرم.»

خو هغه دا هم وايي چي قطر په دې وروستيو وختونو کي په دې اړه په اصطلاح لټي هم کړې ده او ډېر وخت يېت له لاسه ورکړی دی، خبري ډېري کوي خو په عمل کي هيڅ نه دي تر سره سوي. له همدې کبله يې سړی ښه نتايج هم نه سي ليدلای.

د بلي خوا قطر غواړي له تجديد وړ انرژۍ څخه هم کار واخلي په داسي حال کي چي سړی په دوحه کي يوازي او يوازي د هغه ودانۍ پر سر د سولار يا لمريزي انرژۍ دستگاه ويني چي پکښې د چاپېريال ساتني په اړه همدغه کنفرانس جوړيږي. قاسم رادايده په دې اړه وايي:«سړی بايد د قطر په هکله سمدلاسه کومه پرېکړه ونه کړي، هرڅوک د يوه لنډ وخت له پاره راځي او بيرته ځي. سړی بايد دلته هرڅه سرسري ونه گوري. تاسي موږ ته فقط دوه کاله وخت راکړی بيا به وگوری چي څه کارونه ترسره سوي دي او بيا نو هغه وخت تاسي کولای سي د قطر په اړه يو څه ووياست.»

د کارپوهانو په نظر قطر بايد له نورو هيوادونو څخه کارپوهانو راوغواړي، چي له دوی سره د دغه هيواد په پرمختگ کي په گډه کار وکړي، قطر په خپله يو ډېر کوچنی هيواد دی او تر نيم ميليون هم کم نفوس لري.

که څه هم په قطر کي د پلټنو پروژې په پلان کي لري چي په صحرا کي داسي يوه دستگاه فعاله کړي، چي په واسطه يې د سمندر د اوبو مالگه ايسته کړي، خو په خپله دغه کار هم ډېري انرژۍ ته اړتيا لري. له بلي خوا د قطر په نورو برخو کي هم ډېري کمي پروژې په کار اچول سوي دي.

بريگيتا/ گل غوټۍ پوپل
کتونکی: نجيب الله زيارمل