1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په قرغزستان کې سبا ټاکنې تر سره کيږي

۱۳۸۹ مهر ۱۷, شنبه

د روان کال په اپریل کې د قرغزستان د ولسمشر کوربانبیګ باقیف د سقوط وروسته مخالف ګوند واک تر لاسه کړ. د سوسیال ډيموکراټانو د ګوند استازې روزا اوټنوبا یووا یو موقتي حکومت جوړ او پارلمان یې منحل کړ.

https://p.dw.com/p/Pa3a
قرغزستان د افغانستان په ګاونډ کې پروت د مرکزي آسيا يو نسبتا نارام هېواد دی
قرغزستان د افغانستان په ګاونډ کې پروت د مرکزي آسيا يو نسبتا نارام هېواد دیانځور: DW

بیا د جولایې په میاشت کې اوټنو بایورا په یوې ټولپوښتنه کې د عبوري حکومت د ولسمشرې په توګه وټاکل شوه. په دې ټول پوښتنې کې یو نوی اساسي قانون هم ومنل شو. چې د همدې په بنسټ اوس د راتلونکې یکشنبې په ورځ نوی پارلمان ټاکل کیږي.

په موقتي حکومت د خلکو باور هله کم شو کله چې د روان کال په جون کې د قرغزیانو او ازبکو تر منځ نه ارامي رامنځته شوه. ددې شخړې په نتیجه کې په سلهاو کسان ووژل شول او ډیرې یې بې کوره شول. په اوسنو مشرانو دا تور لګول کیږي چې دوي د هیواد په جنوبې سیمه کې، چیرته چې د خلکو اقتصادي وضعه ښه نه ده، د ثبات په راوستلو کې پاتې راغلي دي. په هیواد کې د توکمیزې ترنګلتیا او د اقتصاد د پرمختیا په برخه کې غیرې عادلانه چلن به دا ټول ټاکنې ډيرې اغیزمنې کړي. په قرغزستان کې د سیاسي چارو کار پوه مرات کاسک پایوو وایې چې په دې ډول څه نا څه ټول ګوندونه خپل پلویان یا د هیواد په شمالي او یا جنوبې برخو کې لري.

« دلته دوه ډول ګوندونه دي یو شمالي او بل جنوبي. شمال ګوند ته به ډيره مشکله وي ځکه چې ددې ځای راې ورکونکي یوه ځانګړتیا لري، هغه دا چې پردو ته سړی راې نه ورکوي.»

29 ګوندونه په ټاکنو کې برحه اخلی. پارلمان ته د ننوتو لپاره هر یو باید 5 فیصده راې ولري. پارلمان ته د داخیلیدو یو بل شرط دا هم دی چې سړې باید د هیواد په اووه واړو سیمو کې او همداسې په بشکک او اوش ښارونو کې 0.5 فیصده رای باید اخیستي وي. د هیواد په شمالي برخه کې ښه چانسونه په اوسني حکومت کې شریک ګوندونه لکه د اټا میکن ګوند چې مشري یې عمربیګ ټیکییف کوي، لري. همدا شان سوسیال ډیموکرات ګوند او د تیمر ساریف اک شومکار ګوند. دا هغه ګوندونه دي چې د پخواني ولسمشر باقیف حکومت یې ړنګ کړې وو.

زیاتره ګوندونه په قومونو باندې تکیه کوي. د ګوند تګ لاره ډیره مهمه نه بلل کیږي. او خلک د اشخاصو د محبوبیت په اساس دوي ته خپله رای ورکوي. د سیاست پوه کاسک پایف په آند یو ګوند هم واضح اکثریت ونه لري.

« په پیل کې ټاکي بایف فکر کاو چې د هغه ګوند به په پارلمان کې 65 چوکۍ ولري. خو داسې به ونشي، ځکه چې دده ګوند هم د سوسیال ډیموکراټانو په څیر په جنوب کې د ډیرو ستونزو سره مخ دی. یو غټ ګوند به هم راپورته نه شي. امکان شته چې شپږ ګوندونه به پارلمان ته راشي . زما په آند ده ښه خبره دا ځکه داسې بیا سړی مجبور دی چې ایتلافي حکومت جوړکړي.»

ليکونکي: اوستاپش، برېښنا صابر

کتونکی: احمد ولي اڅکزی