1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فیلادلفیا کې د یهودانو د قبرونو شنختي چپه شوي

۱۳۹۵ اسفند ۹, دوشنبه

نا معلومه کسانو د امریکا متحده ایالاتو په لوی ښار فیلادلفیا کې د یهودانو د هدیرې بې حرمتي کړی. دا په امریکا کې د یهودي ضده جنایتونو د لړۍ وروستۍ پيښه ده.

https://p.dw.com/p/2YIRb
USA Unbekannte haben in der US-Metropole Philadelphia an der Ostküste einen jüdischen Friedhof geschändet
انځور: Getty Images/AFP/D. Reuter

د امریکا متحدو ایالاتو په ختیځ ساحل فیلادلفیا کې له ۷۵ تر ۱۰۰ پوري د یهودانو قبرونه اړول شوي دي. د پولیسو مشر امریکایې رسنیو ته ویلي دي: «دا جنایتکاره عمل تر وران کارۍ هم زیات دی.»

یوه زیارت کوونکي د یکشنبې په سهار پولیسو ته د ماونټ کامېل، په هدیره کې د ډیرو قبرونو د شنختو له ویجاړیدو څخه خبر ورکړ. د دغې پيښې اصلي دلیل یا پسمنظر په هکله تر اوسه دقیق معلومات نه دي ورکړل شوي.

د پنسلوانیا ایالت والي ټوم وولف، دا یو«بزدلانه او د اندیښنې وړ عمل» بللی دی. وولف زیاته کړې ده چې د پیښې عامل باید ونیول شي او محاکمه شي.

نږدې یوه اونۍ مخکې په میسوري ایالت کې هم د یهودانو د یوې هدیرې بې حرمتي شوی وه. په دغه هدیره کې نامعلومو کسانو تر ۱۵۰ د ډیرو قبرونو شنختو ته زیان رسولی وو. څو ورځې وروسته د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس، پخپله د دغې هدیرې د بیرته تنظیمولو په چارو کې ونډه واخیستله.

په دې وروستیو اونیو کې په امریکا متحدو ایالاتو کې د یهودي بنسټونو پر وړاندي د بمي بریدونو ګواښونه موجود ول. د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ نږدې یوه اونۍ مخکې د یهودانو د آزاروني پر ضد دریځ نیولی وو. هغه په خپل هیواد کې د یهودي بنسټونو پر ضد وروستي ګواښونه «وحشتناکه او بیرونکي» وبلل.

ترامپ وویل: «دا مهمه ده چې د تعصب، نه زغملو او له هر ډول کرکې» سره مبارزه وشي.

په نیویارک کې د "Anne Frank Zentrums" مرکز مشر سټیون ګولډ شټاین، د ترمپ پر څرګندونو انتقاد وکړ او تر وخت تیر یې وبلل. شټاین وویل: «دا تر ټولو بد دی چې موږ یې تر اوسه له یوه حکومت څخه وینو.» هغه زیاته کړه: ترمپ ډیر وخت بې تفاوتي وکړه او ډير وروسته یې دریځ ونیوه.