1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فرگوسن کې له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۳ آذر ۴, سه‌شنبه

د قضايي هیئت د پریکړې پر اساس د امریکا متحده ایالاتو په فرگوسن ښار گوټي کې سپین پوستی پولیس ویلسن د یوه تور پوستي ځوان مایکل براون، د ویشتلو له کبله نه محاکمه کیږي. له فرگوسن څخه د تاوتریخوالي رپوټونه ورکړل شوي.

https://p.dw.com/p/1DsZG
انځور: Reuters/Jim Young

۱۲ کسیز قضایي هیئت چې په کې درې تورپوستو او نهو سپین پوستو حضور لاره، له دوبي څخه دا څیړله چې د دارین ویلسن پر ضد د اقامې دعوا د دایرولو له پاره پوره شواهد شته که نه. د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د نومبر میاشتې ۲۴مه) دغه هیئت خپله پریکړه اعلان کړه. لوی څارنوال روبرت میک کولوچ، وویل چې قضایي هیئت د جزا له پاره کافي شواهد نه ویني. نوموړي څارنوال په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د ثبوت هره ټوټه او د عیني شاهدانو څرگندونې په ډیر دقت سره ارزیابي شوي دي.

په احتمالي تورونو کې قتل، په غیر قصدي او په لاپروايې سره وژل شامل وو. په واشنگټن کې به اوس د عدلیې وزارت د نوموړي افسر په هکله څیړنې کوي. دغه څیړنه په دې هکله کیږي چې آیا ویلسن د تبعیضي انگیزو له کبله پر نوموړې تور پوستې ډزې کړې وې او په دې سره یې د نوموړي تور پوستي ځوانکي له مدنې حقوقو څخه سرغړونه کړې ده. دغه پولیس ویلي دي چې له ځان څخه د دفاع له پاره یې غبرگون ښوولی وو.

اوښکي بهوونکی گاز

د قضایي هیئت له دغه اعلان څخه لږ څه وروسته د متحده ایالاتو په دغه وړوکي ښارگوټي کې له تاوتریخوالي څخه ډک احتجاجونه وشول. امریکايي تلویزونونو CNN او MSNBC رپوټ ورکړی دی چې احتجاج کوونکو د پولیسو پر موټرو د خښتو گوزارونه کړي دي. زیاته شوې ده چې یو عمومي سړک په دغه وخت کې اشغال شوی او د ترافیکو پر مخ تړل شوی دی.

د ورکړل شوو رپوټونو له مخې یو شمیر موټرې او دوکانونه سوځول شوي هم دي. پر دې سربیره د دوکانونو د ښيښو د ماتولو او د هغې د چور کولو رپوټونه هم ورکړل شوي دي. پولیسو د هغې په ځواب کې له اوښکي بهوونکي گاز او تیزو اوبو له شیندلو څخه کار اخیستی دی.

په نیویارک او همداشان په واشنگټن کې د سپینې ماڼۍ مخې ته د لاریونونو رپوټونه ورکړل شوي دي. پر دې سربیره له شیکاگو، لاس اینجلېس او بوستن څخه چیرې چې ډیر شمیر تور پوستي ژوند کوي د احتجاجونو رپوټونه ورکړل شوي دي.

اوباما د آرامه پاتې کیدو غږ کړی دی

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما پر ولس د آرامه پاتې کیدو غږ کړی دی. هغه ویلي دي چې باید د قضایي هیئت پریکړې ته احترام وشي. همداشان اوباما له پولیسو غوښتي دي چې له احتیاط څخه کار واخلي. تر دې مخکې د میسوري ایالت گورنر دې ته ورته څرگندونې کړې وې. گورنر جی نیکسن، ویلي وو چې ټولې خواوې باید «زغم، متقابل احترام او له احتیاط څخه» کار واخلي.

۱۸ کلن تور پوستی ځوان مایکل براون چې بې وسلې وو د ویلسن له خوا د اگست میاشتې پر نهمه نېټه په ډزو وژل شوی وو. د عیني شاهدانو د وینا له مخې نوموړي تورپوستي ځوانکي تر وژل کیدو مخکې خپل لاسونه پورته کړې وو. براون لږ تر لږه شپږ مرمۍ ویشتل شوی وو. د براون وژنه په فرگوسن کې د لاریونونو او آخ او ډب د رامنځ ته کیدو سبب گرځیدلې وه.

د نژاد پرستې په هکله بحث

دغه پیښې د ټول هیواد په کچه د نژاد پرستي او د پولیسو د تشدد په هکله بحثونه راپارولي وو. په فرگوسن کې په خټه افریقایي امریکایان داسې احساس کوي چې گواکې د سپین پوستو پولیسو له لوري ورسره تبعیضي چلند کیږي.

خو د مایکل براون د کورنۍ غړو د دوشنبې په ورځ له احتجاج کوونکو څخه غوښتي وو چې له تاوتریخوالي څخه ډډه وکړي. د براون د کورنۍ له خوا ویل شوي دي: «موږ دلته د تاوتریخوالي د تر سره کولو له پاره نه یو راټول شوي، بلکې موږ دلته د خپل زوی د یادون له پاره راغلي یو.»

د میسوري ایالت گورنر یوه اوونۍ تر مخه بیړنۍ حالت اعلان کړ او ملي گارد یې فرگوسن ته راوغوښت تر څو په دغه ځای کې د مهمو ودانیو ساتنه وکړي. دغه ښار چې نفوس یې ۲۰۰۰۰ تنو ته رسیږي، د سه شنبې په ورځ په کې ښوونځي تړلې پاتې کیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب