تروريزم
په فراه کې یو ولسوال، زوی او پنځه ساتونکي یې وژل شوي
۱۳۹۶ مرداد ۴, چهارشنبهاعلان
د فراه ولایت ویاند محمد ناصر مهري، د سه شنبې ورځې پیښې پړه پر طالبانو باندې اچولی ده. خو دغې ډلې لا تر اوسه پورې د پیښې په اړه څه نه دي ویلي.
د مهري په خبره ولسوال چې عبدالرحیم حیدري، نومید د خپل کور پر لور روان وو چې موټر یې د سړک د غاړې ماین ښکار شو. په موټر کې سپاره ټول کسان وژل شوي دي.
طالبانو په وروستیو وختونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. هغوي په وروستیو وختونو کې د افغانستان د بیلابیلو ولایتونو د یو شمیر ولسوالیو په نیولو هم توانیدلي دي.
د پيښي مسئوليت تر اوسه پوري کومي ډلي پر غاړه نه دی اخيستی.