1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فراه کې بمي چاودنه، درې تنه مړه تر پنځوسو ډېر ټپيان شوي دي

۱۳۸۵ اسفند ۱۰, پنجشنبه

د افغانستان په لويديځ کې د يو بمي بريد په نتيجه کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او تر پنځوسو ډېر وگړي ژوبل شوي دي. په فراه کې مقاماتو وويل چې دغه چاودنه د سړک غاړې ته د پوليسو په يو موټر باندې تر سره شوه. په ژوبل شويو کسانو کې لس تنه کوچنيان هم راځي.

https://p.dw.com/p/DKAf
دغه چاودنه د سړک غاړې ته د پوليسو په يو موټر باندې وشوه
دغه چاودنه د سړک غاړې ته د پوليسو په يو موټر باندې وشوهانځور: AP
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت زياته کړه چې د چاودنې هدف د پوليسو مشر سيد اغا ثاقب و چې ده ته په کې کوم زيان نه دی اوښتی. ثاقب وويل چې د مخدره توکو قچاق وړونکي هم کېدای شي د دې عمل تر شا ولاړ وي. دا په داسې حال کې ده چې په گاونډي هلمند ولايت کې د افغانستان دولتي ځواکونه ادعا کوي چې په گرشک ولسوالۍ کې يې څلور تنه طالبان وژلي او اته لس نور نيولي دي.