1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فراه کې۲۰ یاغیان او پنځه عسکر وژل شوي

dpa۱۳۹۳ اسفند ۱۹, سه‌شنبه

د افغانستان د دفاع وزارت د سه شنبې په ورځ وویل چې د هیواد په لویدیځ کې يې د افغان پوځ او طالبانو تر منځ په یوه نښته کې لږ تر لږه ۲۰ تنه طالبان او پنځه تنه امنیتي کسان وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1EnzX
انځور: Reuters

د دفاع وزارت له خوا په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «یاغیانو د دوشنبې په ورځ د فراه ولايت په بالا بلوک ولسوالۍ کې د پوځ پر څو پوستو باندي يرغلونه وکړل.»

د وزارت له خوا په خپره شوې بیانیه کې زیاته شوې ده چې افغان امنیتي ځواک د طالبانو د يرغلونو پر وړاندي مقاومت وکړ چې له کبله د دغې ډلي غړو ته سخته مرگ ژوبله واوښته.

په بیانیې کې زیاته شوې ده: «د وژل شویو کسانو په ډله کې د طالبانو درې تنه [سیمه ییز] قوماندانان هم شامل ول. پر دې سربیره ۱۲ تنه نور یاغیان ټپیان شوي هم دي.»

د دفاع وزارت ویلي دي چې د فراه ولایت د بالا بلوک ولسوالۍ په برید کې یو شمیر بهرنیو یاغیانو هم برخه اخیستې وه. سیمه ییزو رسنیو ویلي دي چې په فراه ولایت کې په وروستیو وختونو کې ډیر شمیر ازبک یاغیان راټول شوي دي.

د رسنیو په رپوټونو کې زیاته شوې ده چې دغو یاغیانو له ځان سره خپلې کورنۍ هم راوستلي دي.

په وروستیو وختونو کې طالبانو پر افغان امنیتي ځواکونو باندي خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

کارپوهان وايي، اوس چې افغان پوځ په یوازیتوب سره د ټول افغانستان امنیتي مسئولیت پر غاړه لري، طالبان غواړي د پسرلي تر رارسېدو دمخه خپل بریدونه تند کړي، څو له دې لارې پر افغان ځواکونو باندې فشار ډېر کړي.

ناټو د ۲۰۱۴ کال له پای ته رسیدو سره په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت چې ایساف نومیده پای ته ورساوه او خپل نوی روزنیر ماموریت یې د بشپړ ملاتړ په نوم پیل کړ.

د دغه ماموریت په ترڅ کې به ناټو د افغان امنیتي ځواکونو پر روزنه باندي تمرکز کوي او یوازې په یو شمیر محدودو ترهگرۍ ضد عملیاتو کې به برخه اخلي.