1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فرانسه کي څرنگه مهاجرکمپ په بشپړه توگه وسوځېد؟

۱۳۹۶ فروردین ۲۲, سه‌شنبه

د فرانسې په شمال کې د "ګراند سينت"په نامه مهاجر کمپ کې اور لگېدني سخت زيان رسولی دی. تر اورلگېدني مخکي د افغان او کردي پناه غوښتونکو تر منځ اخ وډب شوی وو. چې آن تر چاقوگانو پوري خبره رسېدلې وه.

https://p.dw.com/p/2b33p
Frankreich Brand in Flüchtlingslager nahe Dünkirchen
انځور: Getty Images/AFP/P. Huguen

د فرانسې د مرکزي حکومت استازي ميشايل لاندا ویلي دي چې اور لگېدنه دومره پراخه شوه چې د پناه غوښتونکو کمپ چې د لرګيو څخه جوړ وو او نزدې درې سوه کوټې پکښې جوړي وې په بشپړ توگه ويجاړ سوی.

دغه کمپ چې د دنکرک له ښار څخه ډير لري نه دې، پکې لس تنه تپيان شوي دي. په ټوليزه توګه ۱۵۰۰ پناه غوښتونکي چې ډيری يې عراقي کردان ول له سوځېدو ژغورل شوي دي او اوس بايد د اوسیدلو نورو بيړنيو ځایونو ته وليږدول شي.

د چارواکو د څرګندونو له مخي تر اورلگېدني دمخه د افغانو او کردي پناه غوښتونکو تر منځ سخت اخ وډب شوی وو چې شپږ کسان پکښې په چاقوگانو وهل شوي دي. په چاقوگانو وهل شوي خلک ټپيان دي.

د فرانسې خاصو قواو يا (سي آر اس) د شخړي آرامولو له پاره مداخله وکړه. وروسته بيا نزدې۱۵۰ مهاجرو پر امينتي ځواک ډبري اورولي دي.

ګراندسنت کمپ په ۲۰۱۶ کال کې جوړ شو

ګراند سنت کمپ تيرکال جوړ شو. دلته ډير پناه غوښتونکي د کاله له جنجالي کمپ څخه چې نه يې غوښتل له هغه کمپه ووځي، راوليږدول شول. دا ځکه چې دوي غوښتل خپل سفر ته د بريتانيا پر لور دوام ورکړي. د فرانسې د کورنيو چارو وزير برونو لوروکس د مارچ میاشتي په نيماي کې اعلان وکړ چې په ګراند سنت کې غواړي د پناه غوښتونکو دغه هستوګنځاي ړنګ کړي.

هغه هلته روان حالت د نه زغم وړ وګاڼه او د پناه غوښتونکو تر منځ يې دايمي شخړو را منځ ته کيدلو ته ګوته ونيوله.

 

ارشيف