1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فرانسه کي پر يوې فابريکې باندي يرغل

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ تیر ۵, جمعه

فرانسوي چارواکو د دغه هيواد د گرونوبل ښار په جنوب کي پر يوې فابريکې باندي د وحشي يرغل خبر ورکړی. دويل کيږي چي په دغه پيښه کي له يوه کس څخه سر پرې سوی دی او څو تنه نور ټپيان سوي دي.

https://p.dw.com/p/1FnrO
Frankreich Anschlag bei Grenoble
انځور: Reuters/E. Foudrot

د راپورونو له مخي يوه وسله وال کس د فرانسې په گرونوبل ښار کي د گازو يوې فابريکې ته ور ننوتی او هلته ئې څو کوچنۍ چاودني کړي.

چارواکو ويلي دي چي يو سر پرېسوی جسد ئې د دغي فابريکې د ننوتلو په دروازه کي پيدا کړی دئ او عربي ليک ورباندي ليکل سوی.

ويل کيږي دغه کس چي پر فابريکې باندي ئې يرغل کړی دئ، د افراطيانو يو بيرغ ئې په لاس کي وو. پوليسو ويلي دي چي اوس ئې د دغه يرغل په تور يو کس نيولی دي.

تر اوسه پوري لا روښانه نه ده چي يرغل کوونکی يوازي وو او که نور کسان هم ورسره ول. پوليسو ويلي دي چي نيول سوی کس له وختي څخه لا تر څارني لاندي وو.

د لومړيو څېړنو له مخي يو يا څو کسان له يوه کوچني موټر سره فابريکې ته د ورننوتلو تلاښ کړی دئ، تر هغه وروسته بيا يوه چاودنه سوې. يوه څېړونکي ويلي دي چي يو کس فابريکې ته ورننوتلی او يو بيرغ ئې هم په لاس کي وو، چي وروسته ئې څو د گازو بوتلان چاودلي دي.

د فرانسې لومړي وزير مانويل فالس لار ښوونه کړې ده چي د دغه هيواد په ټول ختيځ کي امنيتي تدابير لا پياوړي سي، ځکه کيدای سي بل خطر هم متوجه وي.

د فرانسې د کورنيو چارو وزير بيرنارد کازينوف په خپله د پيښه ځای ته ورغلی دي او ولسمشر فرانسوا اولاند چي اوس په بروکسل کي د اروپايي ټولني په غونډه کي دئ، فرانسې ته د بيرته گرځېدلو اعلان ئې کړی دئ.

د دغه يرغل هدف د يوه امريکايي شرکت د هوايي محصولاتو د توليد يوه فابريکه وه. دغه فابريکه د صنعتي کارونو له پاره گاز او کيمياوي مواد وړاندي کوي. دغه فابريکه د يوې صنعتي دستگاه په توگه طبقه بندي سوې ده چي خطرناکه محصولات پکښې زېرمه دي.

دا چي د دغه بريد هدف به څه وي تر اوسه پروي لا روښانه نه ده.