1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فاریاب کې چاودنې شپږ کسان ووژل

۱۳۹۱ فروردین ۱۶, چهارشنبه

محلې چارواکي وایي چې یوه ځانمرگي برید کوونکي د افغانستان په شمال کې پر بهرنیو ځواکونو برید وکړ چې په پایله کې ئې ۲۶ کسان ووژل شول او ۲۰ تنه نور ټبیان شول.

https://p.dw.com/p/14XVG
انځور: AP


دغه پېښه د چهارشنبې په ورځ د فاریاب ولایت په مرکز د میمنې په ښار کې رامنځ ته شوې ده. د فاریاب والي عبدالحق شفق، له دویچه ویله (المان غږ) سره په یوه ځانگړې مرکه کې وویل: «یوه ځانمرگي برید کوونکي پر بهرنیو دوستانو برید وکړ. دغه بهرنیان پوځیان ول.»

د فاریاب والي زیاته کړه چې د لومړنیو رپوټونو له مخې په پېښه کې شپږ ملکي کسان وژل شوي دي او ۲۰ تنه نور ټپیان دي. د هغه په خبره د ټپیانو په ډله کې درې تنه بهرنې پوځیان هم شامل دي. د پېښې په نورو ټپیانو کې یو افغان ژباړونکی، څلور پولیس یوه ښځه او یو ماشوم شامل دي.

د فاریاب والي وویل چې د محل اوسیدونکو د پېښې له ټپیانو سره مرسته کړې ده او ځینې ئې په روغتون کې ټپیانو ته وینه ورکولو ته هم چمتو شوي دي.

شفق زیاته کړه چې تر اوسه پورې په دغه پېښه کې د بهرنیو ځواکونو د دقیقو تلفاتو په اړه معلومات نه لري. د هغه په خبره دغه بهرني پوځیان د افغان پولیسو له یوه مرکز څخه د لیدنې له پاره سېمې ته راغلي ول.

د فاریاب والي وویل چې دغه بهرني پوځیان د پولیسو له مرکز څخه تر لیدنې وروسته د مېمنې ښار مرکزي پارک ته د مرکې له پاره تللي ول چې چاودنه رامنځ ته شوه.

تر دې مخکې د ناټو ځواکونو ویلي وو چې د هغوی دوه تنه سرتیري د افغانستان په شمال کې د یوې چاودنې له کبله وژل شوي دي خو دا لا څرگنده نه ده چې دغه دوه سرتیرې د میمنې د ښار په پېښه کې وژل شوې او که نه.

لا تر اوسه پورې نه ده روښانه چې وژل شوي کسان په کوم هیواد پورې تړلي دي خو په فاریاب ولایت کې مېشت ډیر شمیر بهرني ځواکونه نارویجیان دي. ناروي په افغانستان کې شاوخوا ۴۰۰ سرتیري لري.

ډویچه ویله،آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض