په فاریاب کې ځانمرگي برید ۲۶ کسان ووژل
۱۳۹۱ فروردین ۱۶, چهارشنبهاعلان
د افغانستان په شمال کې یوه ځانمرگي برید کوونکي پر بهرنیو ځواکونو برید وکړ چې په پایله ئې ۲۶ کسان ووژل شول او ۲۰ نور ټپیان شول. دغه برید د میمنې د ښار مرکزي پارک ته نزدې تر سره شوی دئ. د فاریاب د ولایت والي دغه پېښه منلې ده. والي ویلي دي چې په دغه پېښه کې درې بهرني وگړي هم ټپیان شوي دي.