په فاریاب کي یوه مېړه د خپلي ماينې پزه پرې کړې ده
۱۳۹۴ دی ۲۹, سهشنبهدا ځوانه مېرمن چې د فارياب په افغان – ترک روغتون کې بستره ده وايي چې خاوند يې يو کال وروسته تازه له ايران څخه راستون شوى او تل به يې دا په بېلابېلو پلمو وهله، ټکوله او سپکاوى به يې ورته کاوه.
هغاې په روغتون کي رسنیوته وويل: «خاوند مي غوښتل چې ما په توپنچه ووژني، خو ډز ونه شو، چاړه يې را واخيسته او پزه يې را پرې کړه. بیا وتښتېد خو زه ډاډه یم چي له فاریابه وتلی نه دی. باید ونیول شي. هغه مسلمان نه دی.»
ريزه ګلي زياته کړه چې د پزي ټوټه يې پر ځمکه لوېده او وينه جاري شوه، چيغه يې کړه خپلوان يې را ورسېدل او هغه يې روغتون ته ولېږدوله.
د افغان –ترک روغتون ډاکتران وايي چې مېرمن ريزره ګلي شوک ليدلی او دغه کار يې پر روح منفي اغېزه کړې ده: «موږ د ريزه ګلي پزه پانسمان کړه چې ويني ترې ولاړي نه شي؛ خو په فارياب کې يې د رغېدو امکان نه شته او غواړو چې هغه کابل ته ولېږو.»
د ريزه ګلي مور زرګله چې د خپلي لور څنګ ته په روغتون کې ناسته وه، وويل چې د خپلي لور د وهلو ټکولو په علت نه پوهېږي، د هغوى زوم د خپلي ماينې لاسونه تړل، په يوه خونه کې به يې اچوله، اوبه او خواړه به يې نه ورکول او هر راز ظلم يې پرې کاوه.
د فاریاب د پولیسو مشر سید آقا اندرابي د دغي پيښي لامل کورنۍ شخړي گڼي او وايي چي د دغي مېرمني مېړه ۲۵ کلن عبید الله تر دغه ناوړه عمل ورسته هغو سمیو ته تښتېدلی چې د طالبانو په ولکه کي دي. خو د نیولو له پاره يې هڅي پیل شوي دي.
په فاریاب ولایت کي د روان کال له پیل څخه له ښځو سره د زورزياتي ۹۰ پيښي ثبت شوي دي چې۱۱ يې د قتلونو او ځان وژنو پيښي دي.