په فارياب کي پر واده د توغندی بريد ۱۱ کسان وژلي
۱۳۹۵ آبان ۱۴, جمعهد فارياب ولايت وياند احمد جواد بيدار د جمعې په ورځ (۲۰۱۶م کال د نوامبر۴مه) رسنيو ته ويلي دي چي پيښه د پنجشنې په ورځ رامنځ ته سوې ده.
بيدار، ويلي دي چي په دغه پيښه کي د ښځو او کوچنيان په گډون ۱۱ کسان وژل سوي او د ناوي په گډون ۱۲ تنه نور ټپيان سوي دي. په ټپيان کي هم ښځي او ماشومان شامل دي.
دا چي توغندی چا توغولی، تر اوسه پوري لا روښانه نه ده. د والي وياند بيدار، ويلي دي چي په سيمه کي د وسله والو طالبانو پرضد پوځي عملیات روان ول.
د فارياب د ولايتي شورا غړي صبغت الله سيلاب، ويلي دي چي دغه کلی چي واده پکښې وو د طالبانو په کنترول کي دئ او اوس دواړي غاړي يعنی طالبان او امنيتي ځواکونه د پيښي مسئوليت يو پر بل باندي اچوي.
د ملگرو ملتونو د تازه راپور له مخي په افغانستان کي په زياتېدونکې توگه د ملکي وگړو د تلفاتو مسئوليت، د افغان امنيتي ځواکونو پرغاړه دئ.
په راپور کي د روان کال د اکتوبر مياشتي تر پايه پوري د ملکي وگړو د تلفاتو ۲۳سلنه مسئوليت د افغان امنيتي ځواک پر غاړه اچول سوی دئ.
دا د تيرکال په پرتله ۴۲ سلنه ډېرښت ښيي. د ملکي وگړو د تلفاتو ۶۱ سلنه مسئوليت بيا د وسله وال طالبانو پر غاړه دئ.
نور مطالب: