1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غوږ کې دوامداره لوړ آواز؛ تینیتوس څرنګه ناروغي ده؟

۱۳۹۰ بهمن ۲۵, سه‌شنبه

تينيتوس د سړي په غوږ کې دننه يو ډول شپېلۍ او پښهاری وي. دغه غږونه سړی ډېر په عذابوي او کله یې خوب ته هم نه پرېږدي.

https://p.dw.com/p/13Osd
انځور: picture alliance / dpa Themendienst

د ځينو اټکلونو له مخې په آلمان کې درې تر اته مليونه انسانان په دغه مرض اخته دي.

څوک چې په خپله پرې اخته نه وي، هغه د تينيتوس د يو ناروغ پر ستونزو او کړاوونو نه شي پوهېدلی. تينيتوس يو ډول آواز دی چې د سړي په غوږ کې تل موجود وي. هغه بعضي وخت کميږي، په تېره بيا کله چې په چاپېريال کې موجود آوازونه ترې لوړ اوسي. تر ټولو زيات کړاو د شپې لخوا له دې ناروغۍ سره مل وي کله چې دباندې شورماشور نه ، بلکې فضا ښايسته آرامه وي. که د تینیتوس د ځینو ډولونو سم تشخيص وشي او لامل يې څرګند شي، نو کیدای شي چې دغه مرض له منځه لاړ شي.

د طبي سامان الاتو جوړونکی شرکت آي ان ام هڅه کوي چې د تينيتوس له ناروغانو سره مرسته وکړي. خو د تينيتوس د دوو ډولونو تر منځ فرق بايد وشي. يو اوبجکتيف او بل سبجکتيف تينيتوس بلل کيږي. اوبجکتيف تينيتوس مثلا د ژامې د بند د ناسم موقعيت له امله او يا د غوږ د رګونو د تنګوالي له امله رامنځته کېدلای شي. دغه ډول تينيتوس د هغې نوې طبي آلې په مرسته مرسته چې اوس د آي ان ام شرک جوړه کړي هم د منځه نه ځي:



دغه طبي ستونزه کېدای شي د يوې ټکان ورکونکې پېښې، ډېر فشار او يا آن د دارو درملو د خوړلو له امله رامنځته شي، چې له کبله يې د غوږ دننۍ برخه په ځينو فرېکوېنسيو کې مغزو ته سيګنالونه نه لېږي. د مغزو هغه برخه چې د صوتي سيګنالونو د نيولو دنده ورپه غاړه ده، سم غبرګون نه ښېي او په پایله کې عصبي حجرات د سيګنالونو د نه شتون له امله ډېر راپاريږي او فعاليږي چې دغه فعاليت ناروغانو ته د تينيتوس د آزارونکي غږ په بڼه څرګنديږي.

د مغزو د صوتي برخې عصبي حجرات په اصطلاح په خپلو منځو کې سره ګډ وي. دغه حالت د ورځې ۲۴ ساعته او په اونۍ کې اوه ورځې دوام لري.

د دغه ناوړي آواز سرچينه پخپله غوږ نه، بلکې د انسان ماغزه دي. نوې آله په همدغو مغزو باندې تاثير لري. اوس د نوې جوړې شوې طبي الې په مرسته د نینیتوس ناروغانو ته لا ډیر آوازونه اوریدل کیږي. هيله دا ده چې د بېلابېلو آوازونو په مرسته چې هر ناروغ ته په خاصه توګه انتخابيږي، د ناروغانو ډېرې فعالې عصبي حجرې د تينيتوس غږ په اصطلاح هېر کړي او يو بل آواز د تينيتوس مخه نيسي. ماغزه بيا ځان له دغو تغييراتو سره عياروي، تينيتوس ورو ورو ضعيفيږي او بيا بېخي د منځه ځي.

نوې حوړه اله کیدای شي له ډیرو ناروغانو سره مرسته وکړي
نوې حوړه اله کیدای شي له ډیرو ناروغانو سره مرسته وکړيانځور: Messe Düsseldorf/ctillmann



د «اکوستيک نيورو ستيموليشن» يعنې د اعصابو د غږيزې پارونې طرح د آلمان د يوليش په څېړنيز مرکز کې اختراع شوی دی. طبيب، رياضي پوه او فزيکدان پېتر تاس په دې وروستيو کې د طب په برخه کې د آلمان د نوښت جايزه تر لاسه کړې ده، ځکه چې دی د دغې طبي آلې اختراع کونکی دی.

هر ناروغ کولای شي چې دولس اونۍ يعنې درې مياشتې له آلې څخه په وړيا توګه ګټه واخلي او ويې ازموي. ورپسې سړی کولای شي د غوږونو د ډاکتر په ملتيا پرېکړه وکړي چې آيا په دغې آلې باندې ۲۷۰۰ يورو ورکړي او که نه، ترڅو سړی له هغو غږونو څخه ځان خلاص کړي چې تل د سړي په غوږ کې ورسره مل وي.

آژانسونه/ نسیم صابر
کتونکی: مسعود جهش

د تینیتوس نارغ تل په خپل غوږ کې لوږ آوازونه اوري
د تینیتوس نارغ تل په خپل غوږ کې لوږ آوازونه اوريانځور: picture alliance / dpa Themendienst