1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په غور کې د داعش غړي نیول شوي

۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۱, دوشنبه

د غور ولایت د امنیې قوماندان ویلي دي چې دوې ښځې، یو نارينه او یو ماشوم یې د داعش له ډلې سره د تړاو لرلو په تور نیولي دي. دغه کسان د دوشنبې په ورځ په فیروز کوه کې نیول شوي دي.

https://p.dw.com/p/2cBkB
Bildergalerie Iran Minarett von Jam
انځور: Nasim Seyamak

د غور د امنیې قوماندان مصطفی محسني، زیاته کړې ده چې یوه نیولې شوې ښخه قرغیزۍ او بله پاکستانۍ ده. دې افغان چارواکي روښانه کړې ده چې نیول شوی نارينه بیا د افغان دی.

د امنیې قوماندان ویلي دي چې له نیول شویو کسانو څخه داسې مواد په لاس راغلي دي چې په سوریې او عراق کې د داعش ډلې فعالیت ښيي.

ویل کیږي چې دغو کسانو غوښتل چې د دولت ضد فعالیتونو ترسره کولو په موخه د فیروز کوه، مرغاب سیمې ته ولاړ شي.

تر دې یوې ورځ مخکې هم په داعش ډلې پورې تړلي دوه تبلغیان چې له هرات ولایت څخه د غور پر لور روان ول، د ملي امنیت کارکوونکو له خوا ونیول شول. چارواکو روښانه کړې ده چې نیول شويو کسانو پر خپل جرم اعراف هم کړی دی.

د غور ولایت یو شمیر فعالین په دې سیمه کې د داعش پلویانو د شتون په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده. د غور د مدني بنسټونو مسوول حسن حکیمي، ویلي دي چې له څه وخت راهیسې د طالبانو تر څنګ نورو ډلو لکه داعش هم د غور ولایت امنیت ته ګواښ رامنځ ته کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د غور ولایتي چارواکي وایي چې د افغانستان په نورو سیمو کې تر فشار لاندې راتللو له کبله، اوس د داعش ډله د غور په ګډون په نورو ولایتونو کې د ځای پر ځای کیدو هڅې کوي.