1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غزې تراډه کي نور هدفونه بمبار سوي دي

۱۳۹۱ آبان ۲۸, یکشنبه

د حماس او اسرائيلو تر منځ نښتو کي په پنځمه ورځ هم اسرائيلي ځواکونو په غزې تراډه کي د „ القدس“ په نامه د رسنيو مرکز او د حماس ډلي د جنگياليو د اوسېدو پر ودانيو باندي بمبار کړی دئ.

https://p.dw.com/p/16lBl
انځور: Reuters

د اسرائيلي ځواکونو له خوا پر غزې تراډه باندي په تازه بمباريو کي د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د نوامبر۱۸) د „ القدس“ د رسنيو په مرکز کي ۶ تنه خبريالان ټپي سوي دي. پر دغه ودانۍ باندي د نورو احتمالي بريدونو له اسيته خبريالان له ودانۍ څخه وتلو ته مجبور سوي دي.

د فرانسې خبري اژانس په حواله، دغه ودانۍ چي تر هوايي يرغل لاندي راغلي دي هغه ودانۍ دي، چي حماس تلويزيوني نشرات ځني ورکول. اسرائيلي ځواکونو دغه راز نوري ودانۍ هم ويشتلي دي، چي پکښې ۲ تنه وژل سوي او ۱۰ تنه ټپيان دي.

ويل کيږي چي اسرائيلي ځواکونه اوس پر غزې تراډه باندي مځکني يرغل ته تياری نيسي. تر اوسه پوري په دغه نښتو کي ۴۷ تنه فلسطينيان وژل سوي دي، چي نيمايي برخه ئې ملکيان دي او په دې ډله کي بيا ۱۲ تنه کوچنيان وژل سوي دي. دغه شمېرې د فلسطيني رسنيو له خوا خپرې سوي دي.

دغه راز پر اسرائيلي ښارونو باندي د حماس ډلي له خوا په توغنديي يرغل کي، چي تراوسه پوري نزدې ۵۰۰ توغندی توغول سوي دي، درې تنه اسرائيلي وگړي وژل سوي دي او يو شمېر ټپيان سوي دي.

د حماس او اسرائيلو ترمنځ جگړې هغه مهال زور واخيست، چي اسرائيلي هوايي ځواکونو د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د نوامبر۱۴) د حماس نظامي عمومي قومندان په يوه بريد کي وواژه.

په دغه جنگ کي په لومړي وار د تل ابيب په ويشتلو کي د حماس له خوا د „ فجر“ توغنديو څخه کار اخيستل سوی دئ. ويل کيږي، چي دغه توغندی ايران، د حماس جنگياليو په اختيار کي ورکړي دي.

د رويترز خبري اژانس د راپور له مخي، د حماس يوه وياند ابو عبيده، په يوه تلويزيوني خبري کنفرانس کي اعلان وکړ: «دا له صهيونيستي دښمن سره د جگړې پيل دئ او حماس پوره توان لري، چي دښمن نابود کړي.»

اسرائيلي ځواکونو په غزې تراډه کي تر اوسه پوري د حماس سازمان پر هدفونو باندي ۹۵۰ هوايي يرغلونه کړي دي. د اسماعيل هنيه دفتر هم په دغو بريدونو کي ويجاړ سوی دئ.

په قاهره کي د عربي اتحاديې مقر
په قاهره کي د عربي اتحاديې مقرانځور: Mahmud Khaled/AFP/Getty Images

د جنگ د ختمولو له پاره د مصر او عربي اتحاديې تلاښونه

پر غزې تراډه باندي د اسرائيلو په هوايي بريدونو کي د شنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د نوامبر ۱۷) نزدې ۱۶ تنه ووژل سول. په دغه جگړه کي د قربانيانو شمېر د ډيرېدو د مخنيوي له پاره عربي اتحاديې اعلان کړی دئ، چي د دغي اتحاديې د مشر نبيل العربي په مشرۍ به يوه پلاوی غزې تراډه ته سفر وکړي.

تر دې دمخه د مصر لومړي وزير محمد مرسی، په يوه خبري غونډه کي ویلي دي، چي کيدای سي د يوه اوربند له پاره زمينه برابره سي. د حماس چارواکو په خبره، د دغه سازمان مشر خالد مشعل، هم په قاهره کي دئ، چي له مصري چارواکو سره خبري اتري وکړي.

غربي ديپلوماتان وايي، چي ټاکل سوې ده ډيرژر د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون اسرائيلو او مصر ته سفر وکړي، چي په غزې تراډه کي د جنگ د غځېدو مخنيوي وکړي.

دويچه ويله/ نجيب الله زیارمل
کتونکی: سيد رياض