په غزه کي دوه تنه فلسطینان وژل سوي دي
۱۳۹۱ شهریور ۳۰, پنجشنبهاعلان
د غزې پر تراډه باندي د اسرائیلو له خوا په هوايي بریدونو کي دوه تنه فلسطینان وژل سوي دي. د آژانسونو په حواله په دغه پېښه کی یو تن زخمي سوی هم دئ. ویل کیږي چي دغه قربانیان د جهاد په نامه اسلامي ډلي پوري اړه لري. دوی په یوه موټر کي د رفاه په نامه ښار کي چي د مصر سره په سرحد کي پروت دئ، پر لاره ول چي ورباندي دوه راکټونه و لگېدل. اسرائیلي پوځ دغه برید منلی دئ خو د نورو جزئیاتو په هکله ئې څه نه دي ویلي.