1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غزه کي اوربند ټينگ سو

۱۳۹۱ آذر ۲, پنجشنبه

اسرائيل او حماس د اوربند پر ټينگېدو موافقې ته سره رسېدلي دي. خو اوس هم کله نا کله يو توغندی د اسرائيلو په خاوره کي لگېږي. د اوربند له ټينگېدو راهيسي کراري ده.

https://p.dw.com/p/16nqm
انځور: Reuters

د حماس او اسرائيلو ترمنځ اوربند تر ډيره ځايه ټينگ دی. د اسرائيلي پوليسو يوه وياند ويلي دي، چي د اوربند تر ټينگېدو پوري لا پر اسرائيلي خاوره باندي يو شمېر توغندی وتوغول سوې خو کوم ځاني زيان ئې نه لاره.

اسرائيلو او حماس چي پر غزې تراډه باندي کنترول لري د چهارشنبې په ورځ تر خپل منځ د اوربند ټينگلو پر سر موافقې ته سره ورسېدل.

په تيرو اتو ورځو کي د فلسطين تندلارو ډلو په دوامداره توگه پر اسرائيلو باندي توغندی وتوغولې او اسرائيلو د غزې په تراډه کي پر هغو هدفونو باندي بمبار وکړ، چي په خبره ئې توغندی پکښي زيرمه دي او يا ځني توغول کيږي.

اسرائيلي هوايي ځواک دغه راز په غزه کي د حماس ډلي پر تاسيساتو باندي بمبار وکړی او له منځه يې يووړل.

حماس په غزې تراډه کي د اوربند ټينگېدل خپله بريا وبلل او هغه ئې د يوه جشن په جوړلو سره ولمانځل.

د حماس ډلي مشر اسماعيل هنيه خبريالانو ته وويل: «موږ صيهونيستي دښمن [اسرائيل] ته يو درس ورکړ.»

Gaza Konflikt Waffenruhe Freude über Waffenstillstand
انځور: Reuters

تيره شپه په غزه کي په زرونو انسانان سړکونو ته را ووتل او له ډيري خوشحالۍ څخه ئې هوايي ډزي کولي، چي په دغه سيمه کي اوربند ټينگ سو.

کيدای سي چي په نزدې راتلونکې کي د غزې تراډي او مصر ترمنځ سرحد بيرته پرانيستل سي.

د حماس او مصري چارواکو د معلوماتو پراساس دواړي غاړي اوس پردې باندي خبري کوي، چي خپل تر منځ سرحد د ترافيکو پرمخ پرانيزي او د مسافرو تگ راتگ بيرته پيل سي.

د حماس رهبر خالد مشعل ويلي دي، چي دغه کار به د اوربند تر ټنگېدو ۲۴ ساعته وروسته وسي. له هغه وخت راهيسي چي حماس پر غزې تراډه باندي کنترول ترلاسه کړی دئ، د مصر او غزې تراډي ترمنځ سرحد تړلی دئ.

د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتانياهو وويل، چي په راتلونکې کي به هم غزې ته د وسلو د قاچاق په اړه په جدي اقدام وکړو. هغه وويل: «اسرائيل داسي نسي زغملای چي په روڼو سترگو وگوري چي دښمن ئې په تروريستي وسلو سمباليږي.»

د راپورونو له مخي د حماس او اسرائيلو ترمنځ جگړه کي پر اسرائيلي ښارونو باندي توغول سوي توغندی د ايران جوړ ول.

د حماس او اسرائيلو ترمنځ جگړه کي، چي د نوامبر د مياشتي له ۱۴ نېټې څخه پيل سوې وه، نزدې ۱۵۰ تنه فلسطينيان او پنځه تنه اسرائيليان پکښي ووژل سول او نزدې ۱۰۰۰ تنه نور ټپيان سوي دي.

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل
عبدالباري حکيم