1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غزني کې اور لگېدني سخت تاوان اړولی دئ

۱۳۹۱ مرداد ۸, یکشنبه

تیره شپه د غزني ښار په بزازۍ سيمه کي په نامعلوم دليل يوه مارکیټ اور اخيستى دئ. د ځايي چارواکو په وينا په دغه پیښه کې شاوخوا ۲۵ دوکانونه سوځيدلي دي.

https://p.dw.com/p/15g7R
انځور: DW

د غزني د والي وياند سباوون، دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ته وويل چي دا مارکیټ دوه پوړه دئ، چي په لاندي برخه کي ئې د ټوکرانو او په دوهم پوړ کې ئې د خياطۍ دوکانونه موجود ول. زیات زیان دوهم پوړ ته اوښتی دئ.

ښاغلى سمون وايي، چې اور د بريښنا د شارتۍ له امله رامنځته شوی دئ او په وينا ئې د اور په وژلو کي ورسره په غزني کې ميشتو د پولنډ ځواکونو هم مرسته کړې ده.

په عین وخت کي د غزني ولايت مقام مرستيال محمد علي، وايي چي اور ډير قوي وو او دوى ئې په مخنيوي کې څه نه شوای کولاى. د هغه په خبره په دغه مارکیټ کي گڼ شمیر دوکانونه زيانمن شوي دي.

هغه زیاته کړه که څه هم تر اوسه دوی د ټولو دوکانو د سوځيدلو توکو حساب نه دئ بشپړ کړى، خو اټکل کوي چې دغه تاوان به تر لس میلیونو افغانیو زیات وي. په همدي حال هغه دوکانداران چي تیره شپه ئې د اور لگیدنې له امله دوکانونه سوځیدلي له دولت څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.

په نوموړي مارکیټ کې د ټوکرانو د پلورلو يوه دوکاندار محمد الله، دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ته د تليفون پر کرښه وويل، چي په دوکان کي ئې هيڅ نه دي پاته او تر يو ميليون افغانۍ پوري تاوان ور رسېدلى دئ. هغه له دولت څخه وغوښتل چي له دوى سره مرسته وکړي، ځکه چې همدغه دوکان ئې د ژوند ټوله شتمني وه.

يو بل کس سيف الله چې په همدې مارکېټ کې ئې د خياطۍ دوکان درلود وويل: «زه نه پوهېږم، چي اوس څه وکړم. په دوکان کي د کاليو ګنډولو ماشينونه او د خلکو په ډيري جوړې کالي سوځيدلي دي او څو سوه زره افغان تاوان را اوښتی دئ.»

د غزني د والي وياند وايي چي د اور لگیدنې اصلي لامل د تثبیتولو او خلکو ته د ور اوښتي زيان د معلومولو له پاره به د ولايت مقام يو کمیسيون وټاکي.

فرید الله ظاهر/ خوست
کتونکی: سید ریاض