1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غزني کي د نجونو ورزش پراختيا موندلې ده

۱۳۹۱ آبان ۱۲, جمعه

د غزني ولايت چارواکي وايي، چي په دغه ولايت کي د نجونو ورزش ښه پراختيا موندلې ده او دوی په دې تلاښ کي دي، چي د هغوی له پاره نوري اسانتياوي هم برابري کړي.

https://p.dw.com/p/16bmk
انځور: DW

تيره اوونۍ د دغه ولايت په جاغوري ولسوالۍ کي د نجونو ښوونځيو تر منځ د واليبال سيالۍ تر سره سوې. په دغو سياليو کي د جاغوري او مالستان ولسواليو ۱۳ لوبډلو گډون کړی وو، خو د مرکز غزني د نجونو د واليبال لوبډله په لاره کي د امنيتي ستونزو له کبله په سياليو کي له گډون څخه بې برخي سوه.

د غزني ولايت د ورزش امر پادشاه هزير، ويلي دي، چي دغه څلور ورځنۍ سيالۍ د جاغوري ولسوالۍ د «نسوان انگوري» لېسې د لوبډلي په گټه پای ته ورسېدې.

دغه سيالۍ په افغانستان کي د امريکا د متحده ايالاتو سفارت په مالي لگښت پيل سوي وې او هدف ئې ورزش ته د نجونو رابلل ښوول سوی وو. دا په داسي حال کي ده چي نزدې دوې مياشتي دمخه په جاغوري ولسوالي کي ملايانو يوه نجلۍ د نامشروع اړيکو په خاطر ۸۰ درې ووهله.

د نسوان انگوري لېسې لوبډله
د نسوان انگوري لېسې لوبډلهانځور: DW

د غزني ولايت د ورزش امر وايي، چي په دغه ولايت کي ډيري نجوني ورزش ته ليواله دي. خو سيمه ييز دودونه او ډيري کورنۍ د هغوی د ورزش خنډ دي. دغه راز په دغه ولايت کي امنيتي ستونزي هم د نجونو د ورزش د پراختيا خنډ کرځېدلي دي.

خو په جاغوري ولسوالي کي بيا هم د ۱۳ لوبډلو تر منځ د واليبال سيالۍ پرته له کومي ستونزي پای ته ورسېدې او ډير شمېر ننداره کوونکي ئې هم درلودل. که څه هم جاغوري د غزني ولايت يوه له با امنيه ولسواليو څخه ده، خو بيا هم د قره باغ او مقر د نا امنه سيمو په بغل کي پرته ده.

په غزني کي د نجوني له پاره د ورزش کوم ځانگړی ځای نسته، يوازنی د ورزش ځای د هغوی له پاره د ښوونځی انگړ دئ.

وروستۍ لوبي ډير ننداره کوونکي درلودل.
وروستۍ لوبي ډير ننداره کوونکي درلودل.انځور: DW

هزبر وويل، چي اوس په غزني کي د نجونو د ورزش ۶ فدراسيونونه سته چي نزدې ۵۰ تنې نجوني پکښې په بېلابېلو رشتو کي په ورزش بوختي دي.

د ورزشي لوازمو کمی

هغو نجونو چي د جاغوري ولسوالۍ د واليبال په سياليو کي گډون کړی وو، له سياليو خوښي ښيي او د ورزش په برخه کي په دغه ولايت کي د فعاليتونو د ډيريدو غوښتونکي دي.

د جاغوري ولسوالۍ د نسوان انگوري لېسې د لوبډلي يوه غړې خاطره وايي، چي دوی هروخت د مکتب په انگړ کي ورزش کوي خو ورزشي امکانات او لوازم نه لري.

هغه له دولتي چارواکو څخه غواړي، چي د نجونو له پاره د ورزش په برخه کي نوري اسانتياوي برابري کړي او له هغو کورنيو څخه چي خپلي نجوني ورزش ته نه پريږدې غوښتنه وکړه، چي د نجونو د ورزش خنډ و نه گرځي.

سيد قدير وفا/ غزني
کتونکی: نجيب الله زيارمل