1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په عملياتو کي ډيری نيول سوي کسان ملکي وگړي ول

۱۳۹۰ خرداد ۲۳, دوشنبه

جنرال ديويد پيتريوس، د رسنيو سره په خپلو مرکو کي ويلي چي د 2010 کال د می څخه تر جولای پوري د «90 ورځي» عملياتو په جريان کي 1355 طالبان نيولي،1031 يي وژلي او 365 لوړ پوړي طالبان يي يا وژلي او يا يي هم ژوندي نيولي دي.

https://p.dw.com/p/11ZTc
د تحقيقاتو تر مخه بگرام زندان ته پر لاره
د تحقيقاتو تر مخه بگرام زندان ته پر لارهانځور: Roadside Attractions

پيتريوس خو وروسته دا هم وويل چي د 2010 کال تر پايه پوري يې په افغانستان کي 4100 طالب جنګيالي نيولي او 2000 نور يي وژلي دي.

د دغو ارقامو د اعلانيدو سره په افغانستان کي د امريکا ځانګړو پوځيانو د عملياتو په اړه ښه نظرونه رامنځ ته سول. خو وروسته دا خبره روښانه سوه چي د هغو کسانو په ډله کي چي پيتريوس طالبان اعلان کړي ول، 80 سلنه يي ملکي کسان ول.

د پاته سويو 20 سلنه کسانو له ډلي څخه خو يي ډير شمير بيا د امريکايانو لخوا د تحقيقاتو وروسته آزاد سوي دي.

په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو مشر جنرال ديويد پيتريوس
په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو مشر جنرال ديويد پيتريوسانځور: picture alliance/dpa

که څه هم چي ديويد پيتريوس په دې خبري هم پوهيده چي د نيول سويو کسانو په ډله کي 80 سلنه ملکي وګړي دي، خو ده بيا هم ښايي دغه ارقام د امريکايي ځانګړو ځواکونو د عملياتو د تبليغولو له پاره اعلان کړي وي.

د هغو کسانو د شمير کره کتنه چي د پيتريوس په وينا په افغانستان کي وژل سوي، يو ناممکنه کار دی، خو د نيول سويو کسانو د شمير کره کتنه ممکنه ده.

کله چي د ناټو ځواکونه يو افغان وګړی ونيسي دوی کولای سي چي هغه يوازي د 14 ورځو له پاره په خپل موقتي زندان کي وساتي. په دغي مودي کي بايد دوی پريکړه وکړي چي ايا دغه وګړی آزاد کړي او که يې د بګرام په اډه کي د باروان زندان ته واستوي.

دا په دې معني چي هرهغه وګړی چي شکمن وي بايد د 14 ورځو په مودي کي يا آزاد سي او يا خو هم د بگرام زندان ته واستول سي.

د پيتريوس د ويناو له مخي بايد په 2010 کال کي د 1355 په شاوخوا کي کسان د بگرام د هوايي اډې د زندان پروان نومې برخي ته استول سوي وای.

زندان ته پر لاره
زندان ته پر لارهانځور: Roadside Attractions

په داسي حال کي چي، د پروان زندان لخوا په خپاره سويو ارقامو کي ښودل سوي چي د 2010 کال د می څخه تر جولای مياشتي پوري«90 ورځي» دغه زندان ته يوازي 270 تنه د ساتني له پاره استول سوي دي.

د پروان د زندان لخوا په خپاره سويو ارقامو کي خو هغه طالب لوړپوړي چارواکي هم شامل دي چي پيتريوس يي شمير جلا ورکړی ؤ.

ددغه ډيري ساده بررسۍ څخه دا خبره روښانه کيږي چي هغه ارقام چي پيتريوس ورکړي سم نه دي.

په افغانستان کي د ميشتو ايساف ځواکونو وياند، سنسيت بلينسکي، دا خبره منلې چي د پيتريوس لخوا ورکړل سوي ارقام يوازي د لومړنيو نيول سويو کسانو شمير ښوده، چي ډيری يې تر تحقيقاتو وروسته بيګناه ثابت سوي دي.

د امريکايي پوځيانو يو قوماندان، رابرت هاورد، خبريالانو ته ويلي دي چي په 2010 کال کي د نيول سويو افغانانو له ډلي څخه 80 سلنه يې د دوو اونيو په ترځ کي بيرته آزاد سوي دي.

«موږ په 2010 کال کي شاوخوا 5500 کسان نيولي ول چي د هغوی له ډلي څخه يوازي 1100 کسان د پروان زندان ته استول سوي دي.»

ازاد سوي بنديان
ازاد سوي بنديان

د هاورد او د پيتريوس لخوا د اعلان سويو ارقامو تر منځ ډير لوی فرق ليدل کيږي خو دغه امريکايي چارواکي دغه خبره واضيح نه کړه او نه هم تري نه کوم حاضر ژورناليست ددې موضوع په اړه څه وپوښتل.

په همدي حال کي د هغو کسانو له ډلي څخه چي په 2010 کال کي د پروان زندان ته استول سوي 345 وګړي يې وروسته له هغي آزاد سوي چي دوسيې يې د امريکايانو لخوا وڅيړل سوې.

د باګرام زندان څخه يوازي په هغه صورت کي زندانيان آزاديږي چي په وړانديي يي داسي کوم ضعيفه ثبوت هم پيدا نه سي چي له مخه يې امريکايان هغه په زندان کي وساتلای سي.

پيترويوس غوښتل چي د نيول سويو طالبانو د ارقامو په اعلانولو سره، د امريکايي ځانګړو پوځيانو د عملياتو له پاره ملاتړ ترلاسه کړي.

خو اوس چي د ده لخوا د اعلان سويو ارقامو اصليت روښانه سوی، يوه پوښتنه رامنځ ته کيږي،چي ايا هغه ارقام چي پيتريوس په افغانستان کي د 2010 کال په ترڅ کي د وژل سويو طالبانو په هکله اعلان کړي تر کوم حد پوري دقيق دي؟ په هغو کي به هم د نيول سويو کسانو د شمير په څير ملکي کسان وي او که نه؟

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل