په عراق کې د څو چاودنو ۲۰ تنه ووژل
۱۳۹۱ شهریور ۱۹, یکشنبهاعلان
په عراق کې د يکشنبې په ورځ د یوه موټر بم چاودنې لږ تر لږه ۲۰ کسان ووژل او څه باندي ۸۰ تنه نورټپیان شول.
د پوليسو په وينا د محموديه په ښارگوټي کې چي د بغداد سويل ته په دیرش کلومترۍ کي پروت دئ درې موټري بمي چاودنې شوې دي چې په کې یوولس کسان وژل شوي دي.
د بغداد په سويل ختيځ کې هم دوې موټري بمي چاودنې شوي دي چې په کې پنځه انسانان وژل سوي دي. د نجف ښار په بازار کې بیا یوه بله چاودنه شوې ده چې څلور کسان ئې وژلي دي.