1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په عراق کې د ترکي ځواکونو پر سر شخړه

آژانسونه۱۳۹۴ آذر ۱۵, یکشنبه

بغداد ویلي دي چې د عراق په شمال کې د ترکیي ځواکونو ماموریت د نړیوالو قوانونو خلاف عمل دی. دغه سرتیري باید ژرترژره د کردستان له شمال څخه ووزي. دې خبرې د انقره حکومت حیرانه کړی دی.

https://p.dw.com/p/1HIAp
انځور: picture-alliance/dpa/Sirnak

د عراق لومړي وزير حیدر العبادي ویلي دي چې ترکیه بې له دې چې عراق ته اطلاع ورکړي او اجازه واخلي د عراق شمال کردستان کې خپل سرتیري او ټانکونه ځای پرځای کړي دي. هغه د ترکیې دغه عمل د خپلې خاورې د ځمکنۍ بشپړتیا پر وړاندې جدي سرغړونه بللې. د عراق رئيس جمهور فواد معصوم، چې پخپله یو کرد دی د انقرې حکومت «له نړیوالو قوانینو څخه پر سرغړونه» تورن کړ.

په بغداد کې د بهرنیو چارو وزارت د ترکیې سفیر ور بللې وو. د ترکیې د دولتي خبري آژانس انادولو، په حواله د ترکیې ۱۵۰ تنه سرتیري له ۲۰ څخه تر ۲۵ ټانکونو سره د موصل په شمال کې د باشیکا، سیمې ته رسیدلي دي. د عراق په شمال کردستان کې دغه میلیوني ښار د عراق او سوریې له سرحد څخه ۲۰۰ کیلومتره واټن لري. د ۲۰۱۴ کال د جون میاشتې راهیسې موصل ښار د «اسلامي دولت» د ملیشه و تر کنترول لاندي دی. همدارنگه دغه ډله د پیشمرگه ځواکونو سره د جگړی په حال کې ده.

انقره: د حیرانتیا هیڅ دلیل نشته

د ترکیې لومړي وزیر احمد داود اوغلو، په یوې تلویزونې وینا کې د عراق په هیواد کې د خپلو پوځي اقداماتو پراخوالې رد کړی دی. د ترکي چارواکو په حواله د ترکیې ځواکونو حمل و نقل یوازې د پيشمرگه ځواکونو د روزنې ماموریت په چوکاټ کې ترسره کیږي.

د پيشمرگه ځواکونو روزنیز کمپونه د عراق او سوریې د سرحد په ۸۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري چې د کردي واحدونو له خوا کنترولیږي او بغداد هم د دغې سیمې ادعا لري. همدارنگه آلمان د عراق په شمال کې له کردي ځواکونو سره د وسلو، تجهیزاتو او روزنې په برخه کې مرسته کوي څو په دغه سیمه کې د ترکیې ځواکونو ځای پر ځای کیدل تر ېوې اندازې محدود کړي.

په سیمه کې د پيشمرگه کماندو ځواکونو قوماندان نورالدین هیرکي، هغه رپوټونه رد کړل چې له مخې ویل شوې وو چې ترکي ځواکونو د «اسلامي دولت» ډلې څخه د موصل ښار بیرته نیولی دی. د ترکیې خبري آژانس انادولو په حواله ترکیې سرتیرې د دوو کلونو څخه د ډیرې مودي راهیسې د کردستان په خودمختاره سیمه کې ځای پر ځای شوې دي، څو د IS یا «اسلامي دولت» ډلې پر ضد د پيشمرگه ملیشه و روزنه وکړي.

«د بهرنيو عسکرو لېږد د دُښمنۍ عمل»


د حریت ورځپاڼې رپوټ ورکړی دی چې ترکیې په دغه سیمه کې یو بیز یا پوځي مرکز جوړ کړی دی. په دغه بیز کې ۶۰۰ سرتیري ځای پر ځای شوې دي. دغه بیز د ترکیې حکومت او د کردستان د خودمختارې سیمې ولسمشر مسعود بارزاني، چې له انقرې سره نږدې اړیکي لري، په موافقې او د گډې همکارۍ په نتیجه کې جوړ شوې دی.

دغه سیمه په اقتصادي توگه د نفتو د زیرمو درلودونکې ده. د عراق لومړی وزیر العبادي چې یو شعیه مسلمان دی په ځانگړې توگه د خپل هیواد د شعیه ځواکونو تر فشار لاندي دی. د عراق پوځ په خپل هیواد کې د لا زیاتو بهرنيو ځواکونو د موجودیت مخالفت کوي. څو ورځې مخکې العبادي ویلي وو چې عراق ته د هر ډول بهرنیو ځواکونو لیږد ته د «دښمنۍ عمل» په سترگه کتل کیږي. د واشنگټن په مشرۍ د «اسلامي دولت» ډلې پر ضد پوځي ائتلاف په چوکاټ کې په زرگونه امریکایې پوځي مشاورین د کلونو راهیسې په عراق کې شتون لري.