په عراق کې بیا هم بمې بریدونو مرګ ژوبله اړولې ده
۱۳۹۱ تیر ۹, جمعهاعلان
په عراق کې د پرله پسې بریدونو په ترڅ کی بیا هم شل تنه وژل سوي دي او څه د پاسه سل تنه ټپیان دي. د امنیتی ځواکونو او ډاکټرانو په حواله تر ټولو سخت بریدونه د بغداد او بعقوبه د ښار په یوه ماکیټ کې تر سره شوي دي چی په هر یوه کې اته تنه له منځه تللي دي.
په عراق کې په وروستیو کې له له تاوتریخوالي یو وار بیا ډېر زور اخیستی دئ. یوازی د جون په میاشت کې په دې هیواد کې ۲۰۰ کسان د بیلابیلو پېښو په ترڅ کې وژل سوي دي.