1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په عراق کي د کورنۍ جګړې د پیلیدو اندیښنه رامنځ ته شوې ده

۱۳۹۰ دی ۱۶, جمعه

یواځې یوه اونۍ وروسته له هغه چې له عراق څخه امریکایي سرتیري ووتل، په دغه هیواد کې د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو خونړۍ پیښې تکرار شوې. په دغو کلونو کې د قومي او مذهبي اختلافاتو تر نامه لاندې ډیری ملکي وګړي ووژل شول.

https://p.dw.com/p/13fXW
به عراق کې سیاسي او امنیتي وضعیت د خرابیدو په لور روان دی.
به عراق کې سیاسي او امنیتي وضعیت د خرابیدو په لور روان دی.انځور: by-sa/sludgegulper

د پنجشنبې په ورځ د بغداد او ناصریه ښارونه د خونړیو بریدونو په ډګر بدل شول. په دغو دواړو ښارونو کې ډیر شیعه مسلمانان ژوند کوي چې د وروستیو بریدونو هدف وګرځیدل.

په بغداد کې څلور بمي بریدونه وشول چې په پایله کې ئې ۲۳ انسانان ووژل شول. دوې نورې داسې حملې بیا د امنیتي ځواکونو لخوا شنډې شوې. په همدې حال کې ۴۰ نور زیارت کوونکي هم چې د کربلا د زیارت په لور روان ول تر بریدونو لاندي راغلل.

که څه هم چارواکي هڅه کوي چې خلکو ته د امنیتي وضعیت د ښه والي په اړه ډاډ ورکړي، خو په خقیقت کې بغداد د عراق له ډیرو خطرناکو ښارونو څخه دی. په ۲۰۱۱م کال ۲۶۰۰ د مرګ ژوبلې پیښې په همدې ښار کې رامنځ ته شوي دي. ځیني خو بیا د د رامنځ ته شوو پیښو شمیر تر ۴۰۰۰ پورې اټکل کوي. عراقي ژورنالست، شامل عقروي، وايي:

«په بغداد کې امنیتي وضعیت داسي ژر بدلون مومي لکه د ترافیکو اشاره. سړی هره شیبه د یوې چاودنې شاهد کیدای شي.»

نوموړی ژورنالست یادونه کوې چې سړی نه پوهیږي چې څه وخت چیرته ولاړ شي، ځکه بریدونه په ناڅاپي ډول تر سره کیږي. په سیاسي ډګر کې د عراق د شعیه ډیرکیو او سني لږکیو ترمنځ د سیالیو له امله حکومتي کړکیچ رامنځ ته شوی دئ. دغه کړکیچ د عراق د عامو وګړو د ژوند په بیه تمامیږي. د بغداد له اوسیدونکي، حیدر جعفر، سره د کورنۍ جګړې د بیا پیلیدو ویره شته.

په عراق کې د سیاسي او مذهبي قدرت پر سره شخړه روانه ده. د حکومت د مشر مالکي چی شعیه دئ د ولسمشر له مرستیال هاشمي چې په سني لږکیو پورې تړاو لري، تر منځ هم اختلافات پیدا شوي دي.

مالکي پرهاشمي تور لګوي چې د ځانمرګي بریدونو قومانداني پر غاړه لري او د هغه د نیولو امر ئې صادر کړی دئ. هاشمي د عراق په شمال کې د کردانو سیمی ته تښتیدلی او هلته یې پناه وړی ده. د حکومت سني مذهبه وزیران د احتجاج او د پارلمان د غونډو د تحریمولو له امله ګوښه کړل شوي دي.

کله چې کابو یو کال مخکې د عراق پارلماني ټاکنې ترسره شوې، د امریکا متحده ایالاتو پر یوه ایتلافي حکومت ټینګار درلود چي د قومي او مذهبي شخړو مخه ونیوله شي.

خو دغه په وچ زور جوړ شوی ایتلافي حکومت تر پایه بې کفایته پاتې شو. د کورنیو او د دفاعي چارو د وزیرانو ترمنځ بې اعتمادي موجوده ده. همدا ده چې تر اوسه پورې امینت خوندي شوی نه دئ.

اولریش لایډهولټډ/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش