1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په عراق کي د امريکا بمبارۍ ادامه لري

احمدولي اڅکزی / آژانسونه۱۳۹۳ مرداد ۱۸, شنبه

له هغه وروسته چي اوباما خپل هوايي ځواک ته اجازه ورکړه چي په عراق د «ولس وژني» مخه ونيسي، د عراق په شمال کي امريکايي بمبارۍ رواني دي.

https://p.dw.com/p/1CrlN
انځور: picture-alliance//epa/US Navy

د امريکا متحده ايالاتو حکومت هغه وخت د هوسايي احساس وکړ، چي ټول عسکر يې له عراق څخه ووتل. واشنګټن اټکل کاوه چي په دې توګه سره يې يوه لانجه پای ته ورسېده. خو د جمعې له ورځي راهيسي د امريکا جنګي الوتکي يو وار بيا په عراق کي بمبارۍ پيل کړي دي او په دې توګه سره عراق يو وار بيا د امريکا په اجندا کي ځای پيدا کړ.

د امريکا متحده ايالاتو هوايي ځواک د عراق په شمال کي د اسلامي دولت په نوم وسله والي ډلي پر ضد بمبارۍ کوي. دا تر هغه وروسته چي د امريکا ولسمشر باراک اوباما له خپلو امنيتي سلاکارانو سره تر اوږدې غونډي وروسته اعلان وکړ، چي پوځ ته يې اجازه ورکړې ده چي په عراق کي له بشري حقونو څخه د دفاع او ډل وژني د مخنيوي له پاره هوايي بريدونه وکړي.

د «ولس وژني» نخښي نښانې

اوباما پر دې ټينګار وکړ چي عراق ته به امريکايي عسکر نه لېږل کيږي. هغه وويل چي امريکا د نړۍ هري لانجې ته رسيدګي کولای نه سي او نه هم بايد په هره لانجه کي مداخله وکړي.

خو د هغه په وينا په عراق کي د سونو زرو يزيديانو حالت د ولس وژني نخښي نښانې څرګندوي. هغه وويل چي د اسلامي دولت له خوا د يزيديانو پر ضد د ولس وژني د مخنيوي له پاره بايد امريکا مداخله وکړي.

د اوباما له دغه بيان سره سم امريکايي بې پيلوټه الوتکو په ايربيل ښار کي د اسلامي دولت ځايونه په نخښه کړل. د امريکا د دفاع وزارت وويل چي په دغو بريدونو کي يې د دوی په وينا «تره ګر» په نخښه کړي او هغوی يې وژلي دي.

پينټاګون زياته کړې ده چي د بې پيلوټه الوتکو تر بريدونو تقريباً يو ساعت وروسته د امريکا ايف ۱۸ ډوله جنګي الوتکو د وسله والو د موټرو يو کاروان او د هوانونو د فير کولو ځايونه په نخښه کړل. تر دې دمخه پينټاګون ويلي ول چي د اسلامي دولت هغه ځايونه يې له منځه وړي، چي ورڅخه ۲۵۰ کلوګرامه توپونه فايرېدل.

د سي اين اين تلويزيون د راپور له مخي امريکايي جنګي الوتکي د «جارج بوش» نومي الوتکه وړونکي بېړۍ څخه الوتني کوي. دغه جنگي کښتۍ په جون مياشت کي خليج ته استول سوې او له هغه راهيسي هلته ده.

«د مذهبي دولت قيام ته لاس ترزني نسو کښېنستلای»

Irak Sunnitische Soldaten 4. August
انځور: Reuters

اوباما په عراق کي د اسلامي دولت د پرمختګ په تناظر کي و نيويارک ټايمز ورځپاڼي ته ويلي دي چي ښايي په عراق کي د امريکايي پوځ مداخله لا پراخه کړل سي. نوموړي په خپله مرکه کي ويلي دي چي موږ به لاس تر زنه نه کښېنو چي په عراق کي پر مذهب ولاړ دولت رامنځ ته سي. د اوباما په وينا د امريکا د مرستي شرط به دا وي چي د بغداد سياستوال او حکومت خپلې لانجې تر شا پرېږدي او يو له بل سره همکاري وکړي.

د اسلامي دولت په نوم وسله واله ډله له تيرو څو اونيو راهيسي د رسنيو د خبرونو مهمه موضوع ګرځېدلې ده. دغه ډله په دې توانېدلې ده چي په لږ وخت کي د عراق او سوريې يو شمېر سيمي تر خپل کنټرول لاندي راولي. يادي ډلي خپل مشر اميرالمونين اعلان کړی دی او غواړي چي د خپل اسلامي دولت لمن د نړۍ ټولو اسلامي هيوادونو ته وغځوي. ياده ډله وايي چي د خپل کنټرول په سيمو کي يې اسلامي شريعت نافذ کړی دی.