په عراق او سوريه کي ۷۵ آلماني تندلاري وژل شوي
۱۳۹۳ اسفند ۱۵, جمعه
په عراق او سوریه کې د آلماني تندلارو تلفات ډېري ښوي دي. د آلمان د اساسي قانون د ساتنې یا داخلي استخباراتي ادارې مشر هنس گیورگ ماسن، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي: «موږ داسې معلومات تر لاسه کړي دي چې له آلمان څخه د تللو تندلارو له ډلي څخه ۷۵ جهادیان هلته وژل شوي دي.»
ويل شوي دي چې یو کال دمخه دغه شمیر ۲۰ تنه وو. ماسن زیاته کړې ده چې د دغو کسانو د تلفاتو ډېرښت د پام وړ دی. هغه یادونه کړې ده چې «دا په اصطلاح د اسلامي دولت بې رحمانه حقیقت ښيي.»
گیورگ ماسن، پر دې باندي ټینگار کړی دی چې د وزیريستان برعکس هرو مرو د هر وژل شوي کس د «شهید» په توگه لمانځنه نه ده شوې، بلکي یوازې د جگړې د یوه بې نومه کس په توگه شمیرل شوی.
د آلمان د داخلي استخباراتي او جنایتونو ضد فدرالي ادارو د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۱م کال کې د سوریې د کړکیچ له پيل راهیسې تر اوسه له آلمان څخه نزدې۶۵۰ تندلاري هغو سيمو ته تللي دي چې جگړې پکښي رواني.
په تیرو میاشتو کې په عراق کې د افراطي ډلي «اسلامي دولت» د پرمختگ له کبله تحولاتو په چټکی سره بدل شوي دي. د آلمان داخلي استخباراتي ادارې په ۲۰۱۳م کال کې له دغه هيواد څخه د تللو تندلارو شمیر۲۴۰ تنه ښوولی وو، خو د ۲۰۱۴م کال په پای کې دغه شمیر بیا تر۵۵۰ تنو اوښتی وو. د ماسن په وینا په ۲۰۱۵م کال کې عراق او سوریې ته د تللو تندلارو په شمیر کې کمښت نه دی راغلی.
یو پر دریمه بیرته راگرځي
د امنیتي چارواکو په وینا په دې منځ کې له آلمان څخه جنگي سيمو ته تللي کسان بیرته دې هیواد ته راستانه شوي دي. د شا او خوا ۴۰ بیرته راستانه شوو کسانو په اړه معلومات شته چې د سوریې او عراق په جگړو کې یې فعاله برخه درلوده.
د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر د پنجشنبې په ورځ د آلمان له «ZDF» تلویزوني چېنل سره په خبرو کې له آلمان څخه د تللو کسان په شمیر کې د ډېرښت په هکله وویل چې آلمان له فرانسې او بلجیم سره په یوه کتار کې قرار لري. خو په بریتانیا کې بیا د هغو کسانو شمیر چې په عراق او سوریه کې له تندلارو سره یو ځای شوي دي لږ دی.
د آلمان د استخباراتي ادارې مشر له «زود ویست پریسه» ورځپاڼي سره په خبرو کي اعتراف کړی دی چې اداره یې د تندلارو اسلامپالو د فعالیت په سیمه کې پوره معلومات او ارتباطی کسان نه لري. خو هغه زیاته کړې ده چې له ځینو نورو سرچینو لکه د بهرنیو هیوادونو د استخباراتو او انټرنیټ له لاري معلومات په لاس راوړل کیدای شي.