په عجیبه توګه بند پاتې کیدل
بند پاتې کیدل هغه هم په داسې شرایطو کې چې نه د مخکې او نه هم د شاته تلو لاره سړي ته ور پاتې وي. خو دا کار یوازې په انسانانو نه کیږي، ژوي هم ځیني وخت په داسې تنګو او تیاره ځایونه کې غورځي. نور د انځور په ژبه وګورئ.
د یکشنبې په ورځ د چین د خوجیان ایالت د اطفایی مامورینو ته خبر ورکړل شو چې د یوه سړي سر د جامو مینځلو په ماشین کې بند پاتې شوی. دی سړي غوښتل د جامو مینځلو مشین جوړ کړي.
د اطفایې ۶ کارکونکو د ماشین په سوري کولو پیل وکړ او د ۴۰ دقیقو د زیار وروسته یې د سړي سر د ماشین څخه را وویست.
د چین د اطفایې مامورین د هغه موټر چلونکي سره په مرسته بوخت دي چې پر وخت یې بریک نه دی نیولی او موټر یې د ځمکې او آسمان ترمنځ بند پاتې شوی.
د ۱۹۷۰م کال په نوامبر میاشت کې په اخیستل شوي عکس کې وینئ چې د لندن پولیس د هغه ماشوم د خلاصولو هڅه کوي چې سر یې د لوبو د ځای په اوسپنیزه ګتاره کې بند پاتی دی.
د یوه تور خرس سر د شیدو په یوه اوسپنیز لوښي کې ګیر شوی. په پای کې د امریکا د میريلند د اطفایې مامورین وتوانیدل ده ته له دغه ناوړه وضعیته نجات ورکړي.
په کالیفورنیا کې د یوه کوکري سر د موټر په یوه ډیر کې نښتی وو. د اطفایې کارکونکو د نباتي غوړو په کارولو سره د کوکري سر د موټر د ټیر له منځه وویست.
د دې ښځې لاسي تلیفون په دې سوري کې غورځیدلای وو. د خپل تلیفون د بیرته را ویستو په نیت سوري ته کښته شوه او هملته بنده پاتی شوه.
په پای کې یې د برېتانیا د اطفایی د مامورینو په مرسته نجات وموند.
د هند په راجستان ایالت کې یو وږی پړانګ د اوبو په لټه کې وو چې سر یې په یوه وسپنیز لوښي کې بند پاتې شو او څو ساعته وروسسته د مامورینو له خوا نجات ورکړل شو.
د نیویارک د اطفایې مامورینو د هغه سروس موټر ۳۰ تنه مسافر وژغورول چې سیلاب کې بند پاتی شوی وو.
په بنګه دیش کې اور لګیدنه او د سونو خلکو بند پاتی کیدل.
د اطفاېې کارکونکي د بندو پاتې شویو خلکو سره د مرستې په حال کې.
د امریکا په ایندیاناپولیس کې د یوه سپي سر په یوه ټیر کې نښتی پاتی وو.
د ایندیاناپولیس د اور وژنې مامورین د دغه سپي پر خلاصولو بریالي شول.
د چین په یوه لیرې پرته سیمه کې یو دوه کلن ماشوم په یوه ژور کوهي کې غورځيدلای.
دغه ماشوم هم بیا د اطفایې د کارکونکو په مرسته را ویستل شو.