1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په طرابلس کي يو ډله ييز قبر موندل سوی

۱۳۹۰ مهر ۴, دوشنبه

د ليبيا منځمهالي شورا ويلي دي، چي دوی د طرابس په يوه زندان کي د يوه ډله ييز قبر څرک لګولی. د نوموړي شورا په وينا په قبرکي تر ۱۲۰۰ زياتو انسانانو جسدونه موندل سوي، چي د قذافي د ځواکونو له لوري په ۱۹۹۶م کال کي وژل سوي ؤ.

https://p.dw.com/p/12ghl
د ډله ييز قبر د جسدونو پاته شوني
د ډله ييز قبر د جسدونو پاته شونيانځور: picture alliance/dpa

د بشري حقونو د ټولنو د اټکلونو له مخي په ۱۹۹۶م کال کي په، ابو سليم، زندان کي شاوخوا ۲۰۰۰ تنه وژل سوي. دغه کسان په زندان کي تر احتجاج وروسته د قذافي د ځواکونو له خوا وژل سوي ول.

 

د منځمهاله شورا له خوا دغه ادعا په داسي وخت کي کيږي، چي ياغيان د قذافي پلرني ټاټوبي، سرت، کي هم د قذافي د پلويانو سره په سخته جګړه بوخت دي.

 

په ابو سليم محبس کي د ډله ييز قبر تر موندلو وروسته د ليبيا د منځمهالي شورا د پوځي برخي وياند، خال شريف، ويلي چي موږ هغه ځای موندلی، چي شهيدان ښخ دي. هغه زياته کړې چي دا د قذافي د جرمونو يوثبوت دی.

 

د شورا له لوري د دغه جسدونو د پاتي شونو د پيژندلو لپاره يوه کمېټه جوړه سوې ده. ددغي کميټې يو غړي، سليم الفرجاني، په دې برخه کي له نړيوالي ټولني غوښتي چي له دوی سره مرسته وکړي.

 

« موږ له نړيوالو ټولنو او هيوادونو څخه د ۱۷۰۰ تنو انسانانو پاتي شونو په پيژندنه کي د مرستي غوښتنه کوو.»

 

د بلي خوا د قذافي په پلرني ټاټوبي کي د دواړو خوا ترمنځ سخته جګړه روانه ده. سرت اوس يوازيني ښار دی، چي د قذافي پلوه ځواکونو له خوا مقاومت روان دی. نن « دوشنبه » د ناټو د جنګي الوتکو له خوا هم پر دغه ښار باندي بمبارۍ سوي.

 

تردې د مخه ياغيانو د سرت د ښار په لوري لږ څه پر مختګ کړی وو، خو د يکشنبې په ورځ بيرته پر شاه سول. ځکه چي دغه ښار د ناټو د جنګي الوتکو له لوري بمباري کيدی.

 

منځمهالي شورا ويلي چي د قذافي پلوه ځواکونو له خوا د يکشنبې په ورځ د الجزاير پولي ته څيرمه د غادامس، پر ښار باندي بريدونه دا په ګوته کوي چي د قذافي ځواکونه اوس هم يو ګواښ دی.

 

اژانسونه/ سيدرياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل