1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په صنعتي هيوادونو کي له بې وزلۍ سره مبارزه

۱۳۸۸ مهر ۳۰, پنجشنبه

د فيصدي له مخې د بډايانو شمېر کم دئ. هلته، کوم ځای کې چې ټولې ملي گټې د اهميت وړ دي، او په رښتيا سره توپير راوستلی شي...

https://p.dw.com/p/KCoC
«سړی پرمختگ په پيسو سره نه شي رانيولی»
«سړی پرمختگ په پيسو سره نه شي رانيولی»انځور: DW

«اورپا ژمنه کړې، چې خپله 0,7 ژمنه تر 2015 کاله پورې عملي کړي. دا به يو لوی توپېر راولي. ممکن اورپا خپله دا ژمنه تر سره کړي، خو دا ډول خبرې په وار وار شوې او بيا سړی له دې پوښتنې سره لاس په گرېوان شي: چې آيا دا کار به کوي، يا د دې کار د کولو خيال لري او يا چې په خپله ژمنه به وفا کوي.»

امريکايي اقتصاد پوه جفري زاکس له څو کالونو راهيسې د زريزې موخو د پوره کولو په برخه کې د ملگرو ملتونو صلاحکار دئ. هغه له دې څخه نه ستومانه کيږي، چې ووايي، دا څومره لږ دي، څه ده ضرورت ليدل کيږي: 0,7% سنټه په هرو لسو يورو يا ډالرو کې.

پنځه اورپايي هېوادونه شته چې نه يواځې دا چې دې موخې ته رسېدلي بلکه له هغه نه آوښتي هم دي. دا هېوادونه دي سويډن، ډنمارک، هالنډ، ناورې او لوکزمبورگ. آيرلند هم 0,7% اندازې پوره کولو ته نږدې دئ. له دې نه پرته د اورپايي ټولنې نور هېوادونه ډېر وروسته پاتې او ځينې لا له 0,5%څخه هم ښکته دي. د امريکې متحده ايالتونه او جاپان هم په دې ډله کې راځي: دا دواړه ملکونه تر اوسه پورې 0,3% برخې ته نه دي رسېدلي. له نړيوال اقتصادي بحران سره دا موخه هنوز شا ته ولوېده.

په آلمان کې د پرمختيايي سياست د ادارې مرستياله مشره وايي، دلته خبره يواځې د پيسو د مجموع نه ده، بلکه خبره دا ده چې له دې پيسو څخه څه ډول گټه واخيستل شي:

«په آلمان کې د پرمختيايي چارو د سياست له څانگې څخه ميرمن اېمه شولڅ Imme Scholz وايي: دريم ټکی دا دئ، چې سړی پرمختگ په پيسو سره نه شي رانيولی. دا هغه تجربه ده چې موږ وروسته له ٤٠ کالونو راهيسې په لاس راوړې، هسې پېسې ورکول، پوهه ورکول کفايت نه کوي، که چېرته سړی په پرمختيايي هېوادونو کې پر خپلو ملگرو او شريکانو باندې باور ونه شي کولی.»

دا چې هر څه پر پيسو پورې اړه نه لري، نو نړيوال پرمختيايي مرکز د نړيوال پرمختيايي گډکار په هکله يو ځانگړی شاخص خپور کړی. هلته اوه فکتورونه په نظر کې نيول شوي: مستقيماً پرمختيايي مرسته، سوداگري، پانگې اچونې، مهاجرت، چاپېريال، امنيت او تکنولوژي. د Think-Tank د نړيوالې ټولنې له نظره هېڅ کوم لوی نړيوال اقتصادي هېواد د لومړيو لسو هېوادونو په ډله کې نه شي راتلای.

مثلاً آلمان له فرانسې او انگلستان سره په 12 درجه کې راځي.

Jeppesen, Helle/ محمد عارف وردګ

کتونکی. زيارمل