په صنعا کې چاودنو ۲۸ تنه وژلي
۱۳۹۴ شهریور ۱۲, پنجشنبهد خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې د چهارشنبې په ماښام یوه ځانمرگي برید کوونکي د مسجد په داخل کې ځان چولی او تر هغې وروسته د مسجد د باندې د چاودیدونکي توکو ډک یوه موټر ته چاودنه ورکړل شوې ده. د ژغورونکي ډلې او روغتیا پالو د وینا له مخې په صنعا کې د دغې چاودنې له کبله لږ تر لږه ۲۸ تنه وژل شوي دي. زیاته شوې ده چې ۷۵ تنه ټپیان شوي هم دي.
دغه ښار له څو میاشتو راهیسې د شیعه حوثي ملیشو له لوري کنترولیږي. د دغه برید مسوولیت په اصطلاح «اسلامي دولت» ډلې پر غاړه اخیستی دی.
په تیرو نزدې وختونو کې هم نوموړې افراطي ډلې په یمن کې د ډیرو بریدونو پړه پر غاړه اخیستې ده. خو په دغه هیواد کې سني افراطي ډله القاعده هم فعاله ده.
له میاشتو راهیسې د ولسمشر عبد ربه منصور هادي ځواکونه چې د سعودي عربستان په مشرتوب د یوه پوځي ائتلاف ملاتړ لري، د حوثي یاغیانو او د هغوی د متحدینو پر ضد جنگیږي. د یمن د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح قطعات د شیعه حوثي یاغیانو ملاتړ کوي. د دغو جگړو په پایله کې تر اوسه ۴۴۰۰ انسانان وژل شوي دي او د دغه بې وزله هیواد د ملکي وگړو لویه برخه د روان کړکیچ له کبله د لوږې له خطر سره مخامخ ده.